حزب ا... غورځنګ دنتن یاهو نمایشونو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77008-حزب_ا..._غورځنګ_دنتن_یاهو_نمایشونو_ته_هیڅ_اهمیّت_نه_ورکوی
حزب ا... ولسی غورځنګ تل د خپلو وسلو اوکارندوالی او قدرت دزیاتولو لپاره هڅه کړې ده او له دې هڅې هیڅکله هم لاس په سر نه کیګی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2018 10:45 Asia/Kabul
  • حزب ا... غورځنګ دنتن یاهو نمایشونو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی

حزب ا... ولسی غورځنګ تل د خپلو وسلو اوکارندوالی او قدرت دزیاتولو لپاره هڅه کړې ده او له دې هڅې هیڅکله هم لاس په سر نه کیګی .

المینار ټیلیویژنی  چینل  راپورورکړی ، دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال  شیخ نعیم قاسم نن  په هغو  دستورو کې  چې  د :مقاومت د چورلیز  بریالیتوب : په عنوان سره   مرایا نړیوالې خپرونې ترسره کړی ،  ووئیل  حزب ا... هماغه راز خپل دفاعی چمتووالی  پیاوړی کوی او د صهونیسټانورسندوئی نمایشونو ته هیڅ  ارزښت  نه ورکوی. 

 هغه  ووئیل  حزب  ا... ولسی غورځنګ  تل  د خپلو وسلو اوکارندوالی او قدرت  دزیاتولو لپاره  هڅه کړې ده او له دې  هڅې هیڅکله  هم لاس په سر نه کیګی .

 بین یامین نتن یاهو د  تیرې پنجشنبې په ورځې  د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې  د یوې نقشې اوتصویر په ښودلو سره ادعا کړې ،  د لبنان حزب ا... غورځنګ  خپل  توغندی  دبیرت  له نړیوال هوائی ډګر سره نزدې پټ کړی دی  او  دلبنان له ښاریزو دیوه انسانی ډال په توګه استفاده کوی . 

 دلبنان  خارجه وزارت   ددوشنبې په ورځې  په بیروت کې  دنورو هیوادونو سفیران او ډیپلوماټیکو پلاؤ نمایندګان   دنتن یاهو  په نقشې کې ښودلو سیمو ته بوتلل  او  د صهونیست رژیم   دلومړی وزیر دروغ ئې ورته  ثابت کړل چې چټی ادعاګانې او ملنډې وهی .