دیمن ملت او حکومت هیڅکله هم دښمن ته نه تسلیمیږی
عبدالمالک بدرالدین روښانه کړې ، مونږ په عزت سره سوله غواړو او هیڅ امکان نه لری په داسې حال کې چې دښمن په خپل ټول توان اوامکاناتو سره ډګر ته راوتلی دی او ورته تسلیم شو او ذلت ومنو ، داهیڅکله هم نشی کیدلی .
المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی بیګا د دې خبرې په کولو سره چې نیواکګر امریکایان ،سعودیان او ا مارتیان دیمن د ملی سرچینو اوزیرمو څخه عایدات پخپل لاس کې اخلی ، ووئیل ، مونږ ئې هیڅکله هم نه منو چې سعودی یا اماراتی نیواکګر پر مونږ حکومت وکړی .
دانصار ا...ولسی غورځنګ رهبر زیاته کړې ، دښمن ددباؤنو دزیاتولو په موخې سره دلویدیځی ساحل تاؤتریخوالی نوره هم زیاتوی ، او هڅه کوی دجنوبی ولایتونو خلک خپلو موخو ته درسیدو لپاره وګماری . عبدالمالک بدرالدین روښانه کړې ، مونږ په عزت سره سوله غواړو او هیڅ امکان نه لری په داسې حال کې چې دښمن په خپل ټول توان اوامکاناتو سره ډګر ته راوتلی دی او ورته تسلیم شو او ذلت ومنو ، داهیڅکله هم نشی کیدلی .