متحده عربی امارات د اسرائیلو لپاره جایدادونه اخلی
-
متحده عربي امارات له عربستان سره یوځاې په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم ستر نوکر دی .
فارس خبری اژانس وایی الوطن الخلیجیه اینټرنیټ پاڼې پرون راپور ورکړ صهیونیسټ ښارګی میشته د متحده عربی اماراتو په کوشش سره وتوانیدل په نیواکی قدس کښې الاقصی جومات ته نږدې یو نوی جایداد چې ستراتیژیک موقعیت لری واخلی .
دغه سایټ راپور ورکړ الاقصی جومات ته نږدې په السعدیه سیمه کښې په پراتو ودانیو د ښارګی میشته خلکو سلطه په داسې حال کښې ده چې دالعاد ښارګی میشته ټولنې هم د نیواکګرو عسکرو په ملاتړ سره قدس ته نږدې په سلوان کلی کښې« په وادی حلوه» سیمه کښې یوه (۱)یوسل شپیته میټره ودانۍ او اته سوه (۸۰۰)میټره کروندې په نیواک کښې وروستلی دی .
ددغه راپور پراساس د ۲۰۱۶ میلادی کال په می میاشت کښې ایشوا شویو سندونه هم ثابته کړه چې متحده عربی امارات د بیت المقدس د زاړې برخې د ځینو جایدادونو د اخیستلو او د ابوظهبۍ د امنیتی چارو د سلاکار فادی السلامین او د فلسطین دفتح غورځنګ د یوه پخوانی مشر محمد دحلان په شان د فلسطینی شخصیتونو په وسیله په صهیونیسټ ښارګی میشتو ددغو جایدادونو د خرڅولو په حال کښې دی .
په نیواکی قدس کښې هستوګنه فلسطینی مشرانو د قدس دهستوګنه فلسطینیانو د جایدادونو د اخیستلو لپاره له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربی اماراتو ملګرتیا ته په اشارې سره د متحده عربی اماراتو او دهغوې دګوډاګیانو د بایکاټ غوښتنه وکړه .
له دې مخکې د فلسطین د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸)میلادی کال په نیواکی ټاټوبو کښې د اسلامی غورځنګ نائب رئیس شیخ کمال الخطیب هم ویلی وو د متحده عربی اماراتو یو(۱) تاجر چې د ابوظهبۍ د ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان نږدی کس دی د بیت المقدس زاړې برخې په تیره بیا دالاقصی جومات په خوا کښې د کورونو او د جایدادونو د اخیستلو کوشش کوی .
متحده عربی امارات له عربستان سره یوځاې په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم ستر نوکر دی او دامریکا او اسرائیلو حکمونه اجرا کوی او دهغوې پروګرامونه مخ ته بیایی .