ټرمپ بالاخره د خاشقجی وژله ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77420-ټرمپ_بالاخره_د_خاشقجی_وژله_ومنله
د ترکیې د رسندویو د راپور په اساس د خاشقجی د وژلې لپاره له عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته راغلی وه او د خاشقجی وژله د بن سلمان د ساتونکو کار دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2018 12:00 Asia/Kabul
  • ټرمپ بالاخره د خاشقجی وژله ومنله

د ترکیې د رسندویو د راپور په اساس د خاشقجی د وژلې لپاره له عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته راغلی وه او د خاشقجی وژله د بن سلمان د ساتونکو کار دې .

د امریکا ولسمشر بالاخره د دې خبرې په کولو سره چی داسې ښکاری خاشقجی مړ دې ، وویل که سعودیان د هغه په وژله کې رول ولرلې شی نو له سختو پایللو سره به مخامخ شی .

د رویټرز ټیلی ویژیونی جینل له راپور سره سم  ډونالډ ټرمپ پرون د خبریالانو په ټول کی د جمال خاشقجی د وژلې د تاییدولو په ترڅ کې  د دغه خبریال په وژله کې د سعودیانو د رول  او ریاض لپاره د هغه د پایلې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې  په ځواب کی وویل دا یو ډیر بد څیز دې باید وګورو چی څه کیږی .

خاشقجی د اکتوبر په ۲ نیټه په تریکه کی د عربستان کونسلیټ ته لاړ او بیا بې درکه شو تر دې چی څو ورځې وروسته د ترکیې حکومت او رسندویو د کونسلیټ دننه د هغه د بوږنونکی وژلې خبر ورکړ .

خاشقجی د عربستان په  ولی عهد بن سلمان نیوکه کونکې بلل کیږی او د خپل ځان د ساتلو لپاره له عربستانه امریکا ته لاړ وو .

د ترکیې د رسندویو د راپور په اساس د خاشقجی د وژلې لپاره له عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته راغلی وه  او د خاشقجی وژله د بن سلمان د ساتونکو کار دې .

ځینې شناندی وایی امریکا د خاشقجی د دوسیې د تړلو په بدل کی له عربستانه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کړی دی او اوس غواړی چی د بن سلمان د ساتلو لپاره د عربستان یو لوړ رتبه جنرال د خاشقجی د وژلې عامل معرفی کړی .