په سوریې کښې دترهګرو په مرکز کښې بم چاودنه شوی
-
ترهګرو ته اړونده د کیمیاوي موادو په ورکشاپ کښې په چاودنې کښې د انګلستان، د چیچنیا او د ترکیې یولس (۱۱) کارپيژاندي وژل شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې په ادلب ولایت کښې ترهګرو ته اړونده د کیمیاوی موادو په ورکشاپ کښې په چاودنې کښې د انګلستان، د چیچنیا او د ترکیې یولس (۱۱) کارپیژاندی وژل شوی دی .
دغه چاودنه له ترکیې سره د سوریې دسرحدونو ته نږدې د ادلب ولایت په ترمانین ښارګی کښې د چاودیدونکو موادو د جوړولو په ورکشاپ کښې شوی ده
له دې مخکې ترهګرو د لویدیځو رسنیو او د سپین خولیو په غږملتیا سره له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دعسکرو د تورنولو لپاره بیلابیلې سناریوګانې اجرای کړې وې چې ټولې د خبری سرچینو په دقیقې ایشواکونې سره ناکامه شوی دی .
بل خبر داچې د روان میلادی کال له اپریل میاشتې راهسې تراوسه دسوریې په حلب ، ادلب او حماه ولایتونو کښې له ترهګرو سره په نښتو کښې درې سوه شپږ اتیا (۳۸۶)ټروریسټان هلاک شوی دی او یوشمیر نور ژوبل شوی هم دی .