د عربستان شاهزادګانو نړیواله مرسته غوښتی ده
-
د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته ددغه هیواد په لسګونو کسان نیول شوي او په زندانونو کښې دي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سعودی عربستان زندانی شاهزادګانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع دغور په څنګ کښې ددغه هیواد د مدنی ټولنې د فعالانو او د شاهزادګانو دنیولو په مسلې هم غور وکړی .
«القدس العربی» ورځپاڼې هم نن ولیکل د سعودی عربستان زندانی شاهزادګانو د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی له وژلې وروسته د خپل ژوند په اړه د ویریدا په خاطر دنړیوالو مرستو غوښتنه کړی ده .
د شاهزاده محمد بن نایف ، د شاهزاده ولید بن طلال او د متعب بن عبدالله په شمول د سعودی عربستان یوشمیر مشهور شاهزادګان چې د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم نیول شوی دی په کور کښې نظر بند دی او په دوې کښې دځینو شاهزادګانو برخلیک معلوم نه دی .
د سعودی عربستان د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته چې په سیمه کښې دامریکا او د صهیونیسټ رژیم سیاستونه تعقیبوی د مدنی فعالانو، د پوهنتونونو داستادانو، دشاعرانو، دعلماو ، د شاهزادګانو ، د روحانیونو، دسوداګرانو او د ښځو په شمول ددغه هیواد په لسګونو کسان نیول شوی او په زندانونو کښې دی .