د عربستان شاهزادګانو نړیواله مرسته غوښتی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77525-د_عربستان_شاهزادګانو_نړیواله_مرسته_غوښتی_ده
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سعودی عربستان زندانی شاهزادګانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع دغور په څنګ کښې ددغه هیواد د مدنی ټولنې د فعالانو او د شاهزادګانو دنیولو په مسلې هم غور وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2018 10:31 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته ددغه هیواد په  لسګونو کسان نیول شوي او په زندانونو کښې دي .
    د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته ددغه هیواد په لسګونو کسان نیول شوي او په زندانونو کښې دي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سعودی عربستان زندانی شاهزادګانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع دغور په څنګ کښې ددغه هیواد د مدنی ټولنې د فعالانو او د شاهزادګانو دنیولو په مسلې هم غور وکړی .

«القدس العربی» ورځپاڼې هم نن ولیکل د سعودی عربستان زندانی شاهزادګانو د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی له وژلې وروسته د خپل ژوند په اړه د ویریدا په خاطر دنړیوالو مرستو غوښتنه کړی ده .

د شاهزاده محمد بن نایف ، د شاهزاده ولید بن طلال او د متعب بن عبدالله په شمول د سعودی عربستان یوشمیر مشهور شاهزادګان چې د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم نیول شوی دی په کور کښې نظر بند دی او په دوې کښې دځینو شاهزادګانو برخلیک معلوم نه دی .

د سعودی عربستان د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له انتصابیدا وروسته چې په سیمه کښې دامریکا او د صهیونیسټ رژیم سیاستونه تعقیبوی د مدنی فعالانو، د پوهنتونونو داستادانو، دشاعرانو،  دعلماو ، د شاهزادګانو ، د روحانیونو، دسوداګرانو او د ښځو په شمول ددغه هیواد په  لسګونو کسان نیول شوی او په زندانونو کښې دی .