عربستان او امریکاپه یمن کې بیالوجیک جنګ پیل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77596-عربستان_او_امریکاپه_یمن_کې_بیالوجیک_جنګ_پیل_کړی_دی
د اوبو د صفاکولو د کار د دوام لپاره د لازمو تجیهزاتو،پُروزو، کیمیائی موادو او سونګو واریدیدا منع کړائ شوی دی . دا داسې اقدامات دی چې انسانیّت ترې شرمیږی ، خو یوازې نړیواله ټولنه او اړوندنه نړیوال اورګانونه په تیره بیا ملګری ملتونه دی ، چې خپل مسئولیّت نه پیژنی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 25, 2018 11:45 Asia/Kabul
  • عربستان او امریکاپه یمن کې بیالوجیک جنګ پیل کړی دی

د اوبو د صفاکولو د کار د دوام لپاره د لازمو تجیهزاتو،پُروزو، کیمیائی موادو او سونګو واریدیدا منع کړائ شوی دی . دا داسې اقدامات دی چې انسانیّت ترې شرمیږی ، خو یوازې نړیواله ټولنه او اړوندنه نړیوال اورګانونه په تیره بیا ملګری ملتونه دی ، چې خپل مسئولیّت نه پیژنی .

دفرانسې  لوګران سوار خپرونې  په یوې مقالې کې دعربستان اوامریکاله خوا په بیولوجیک وسلو سره  د یمن دعامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو  وژلو  خطرناکې دسیسې ته په اشارې سره لیکلی دی ، امریکا اودعربستان په مشرۍ تش په نامه عربی ائیتلاف  په دغو جنایتونو سره انسانیّت شرمولی دی

 د دغې مقالې لیکوال  جرمی سالت لیکلی دی په یمن کې د سعودی پیلوټانو په وسیله  غورځول شوی امریکائی بمونه، د اوبو ډیمونه او اوبه خور چینلونه او دغه راز دانسان دلومړنیو ضرورتونو تاسیسات په بشپړ ډول  له مینځه وړی .  

دغه لیکوال  همداراز د ا مریکا او آل سعود رژیم دغو غیر انسانی جنایتونو په وړاندې دملګروملتو  چپتیا او لټی  په سخته غندلې او  دغه نړیوال اوګان ئې د دغو جنایتونو په ترسره کیدا کې شریک بللی دی . 

 جرمی سالټ   په کوریا،وئیتنام  اوعراق کې  دامریکا ورته اقداماتو ته  په اشارې سره زیاته کړې ، دغه موسسه یعنی ملګری ملتونه د  امریکایانو اوسعودیانو   رامینځة شوی   نسل وژنې د درولو لپاره  هیڅ کار  نه ترسره کوی ، چې  ډیره دشرم خبره ده .

 د دغه راپور په اساس   د اوبو  د صفاکولو د کار د دوام لپاره د  لازمو تجیهزاتو،پُروزو، کیمیائی موادو او سونګو  واریدیدا منع کړائ شوی دی .  دا داسې اقدامات دی چې  انسانیّت ترې شرمیږی ، خو یوازې  نړیواله ټولنه او  اړوندنه نړیوال اورګانونه  په تیره بیا ملګری ملتونه دی ، چې  خپل مسئولیّت نه پیژنی .