امریکا له سوریې عراق ته داعش ډله انتقالوی
-
دعراق نوی حکومت به په هیواد کښې دامریکا دغیر قانوني شتون په اړه فیصله وکړي .
زمونږخبریال وایی د عراق د «النجبا »غورځنګ ویاند سید هاشم الموسوی وویل د امریکا پوځیان کوشش کوی د عراق او دسوریې په سرحد کښې څو لارو ته دنفوذ له لارې یوځل بیا داعش ډله عراق ته ننباسی .
هغه دعراق په نوی کابینې کښې دخپلو ګوډاګیانو په شاملو کښې د امریکا د ناکامۍ په علت د بغداد له حکومته د انتقام د اخیستلو لپاره د واشنګټن هڅې ته په اشارې سره وویل« العشد الشعبی »ځواکونه به دامریکا دسیسې شنډې کړی .
هاشم الموسوی دغه راز وویل دعراق نوی حکومت به په هیواد کښې دامریکا دغیر قانونی شتون په اړه فیصله وکړی .
وروسته له دې چې داعش ترهګرې ډلې په تیرو څو ورځو کښې ځان د سوریې او دعراق سرحدونو ته ورسوه څارونکو وویل د سوریې په ختځ کښې د داعش ډلې دغه خوځښتونه د امریکا په ملګرتیا سره په سوریې کښې د دغه ترهګرې ډلې د ساتلو او د امریکا دپوځی شتون د دوام لپاره ترسره شوی دی .