امریکا له سوریې عراق ته داعش ډله انتقالوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77804-امریکا_له_سوریې_عراق_ته_داعش_ډله_انتقالوی
زمونږخبریال وایی د عراق د «النجبا »غورځنګ ویاند سید هاشم الموسوی وویل د امریکا پوځیان کوشش کوی د عراق او دسوریې په سرحد کښې څو لارو ته دنفوذ له لارې یوځل بیا داعش ډله عراق ته ننباسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2018 09:21 Asia/Kabul
  • دعراق نوی حکومت به په هیواد کښې دامریکا دغیر قانوني شتون په اړه فیصله وکړي .
    دعراق نوی حکومت به په هیواد کښې دامریکا دغیر قانوني شتون په اړه فیصله وکړي .

زمونږخبریال وایی د عراق د «النجبا »غورځنګ ویاند سید هاشم الموسوی وویل د امریکا پوځیان کوشش کوی د عراق او دسوریې په سرحد کښې څو لارو ته دنفوذ له لارې یوځل بیا داعش ډله عراق ته ننباسی .

هغه دعراق په نوی کابینې کښې دخپلو ګوډاګیانو په شاملو کښې د امریکا د ناکامۍ په علت د بغداد له حکومته د  انتقام د  اخیستلو لپاره د واشنګټن هڅې ته په اشارې سره وویل« العشد الشعبی »ځواکونه به دامریکا دسیسې شنډې کړی .

هاشم الموسوی دغه راز وویل دعراق نوی حکومت به په هیواد کښې دامریکا دغیر قانونی شتون په اړه فیصله وکړی .

وروسته له دې چې داعش ترهګرې ډلې په تیرو څو ورځو کښې ځان د سوریې او دعراق سرحدونو ته ورسوه څارونکو وویل د سوریې په ختځ کښې د داعش ډلې دغه خوځښتونه د امریکا په ملګرتیا سره په سوریې کښې د دغه  ترهګرې ډلې د ساتلو او د امریکا دپوځی شتون د دوام لپاره ترسره شوی دی .