اسرائیلو د ایران پرضد دسیسې کښې لاس درلود
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77806-اسرائیلو_د_ایران_پرضد_دسیسې_کښې_لاس_درلود
فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر« بنیامین نتانیاهو» پرون ومنله چې اسرائیلو د ایران پرضد دډانمارک د دوسیې په جوړولو کې نیغ په نیغه رول لرلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • دایران خارجه وزارت د ډانمارک ادعاګانې مغرضانه بللي دي او په ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرو حملو دمسولیت وراچول یې په کلکه دروغ بللي دي .
    دایران خارجه وزارت د ډانمارک ادعاګانې مغرضانه بللي دي او په ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرو حملو دمسولیت وراچول یې په کلکه دروغ بللي دي .

فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر« بنیامین نتانیاهو» پرون ومنله چې اسرائیلو د ایران پرضد دډانمارک د دوسیې په جوړولو کې نیغ په نیغه رول لرلی دی .

نتانیاهو په بلغاریه کښې په خندا وړ څرګندونو کښې دایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه اسرائیلو په وروستیو ورځو کښې په اروپا کښې د ترهګرو اقداماتو لپاره دایران ځینې هڅې ایشوا کړی دی .

له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې ویلی وو داسرائیلو جاسوسۍ ادارې موساد د هغه څه په اړه چې په ډانمارک کښې په یوه(۱) سړی د حملې لپاره دایران هڅه بلل شوی ده اطلاعات  د کوپن هیګن چارواکو ته ورکړی دی .

ډانمارک په تیرې سه شنبې ورځ له کوم سند او ثبوت پرته ایران په کوپن هیګن کښې د یوې(۱) حملې د ترسره کولو لپاره په هڅې تورن کړ او دایران سفیر یې احضار کړ .

ډانمارک دغه راز په تهران کښې خپل سفیر د مشورې لپاره وروباله .

دایران خارجه وزارت د ډانمارک ادعاګانې مغرضانه بللی دی او په ایران اسلامی جمهوریت د ترهګرو حملو دمسولیت وراچول یې په کلکه دروغ بللی دی .

دایران دبهرنیو چارو وزارت د دغو ادعاګانو مطرح کیدل په اوسنیو خاصو او حساسو شرایطو کښې د اروپا او دایران د مخ په ودې او ښو اړیکو د پیژندل شویو دښمانانو ددسیسو دوام بللی دی .