اسرائیلو د ایران پرضد دسیسې کښې لاس درلود
-
دایران خارجه وزارت د ډانمارک ادعاګانې مغرضانه بللي دي او په ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرو حملو دمسولیت وراچول یې په کلکه دروغ بللي دي .
فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر« بنیامین نتانیاهو» پرون ومنله چې اسرائیلو د ایران پرضد دډانمارک د دوسیې په جوړولو کې نیغ په نیغه رول لرلی دی .
نتانیاهو په بلغاریه کښې په خندا وړ څرګندونو کښې دایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه اسرائیلو په وروستیو ورځو کښې په اروپا کښې د ترهګرو اقداماتو لپاره دایران ځینې هڅې ایشوا کړی دی .
له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم «یروشلم پوسټ» ورځپاڼې ویلی وو داسرائیلو جاسوسۍ ادارې موساد د هغه څه په اړه چې په ډانمارک کښې په یوه(۱) سړی د حملې لپاره دایران هڅه بلل شوی ده اطلاعات د کوپن هیګن چارواکو ته ورکړی دی .
ډانمارک په تیرې سه شنبې ورځ له کوم سند او ثبوت پرته ایران په کوپن هیګن کښې د یوې(۱) حملې د ترسره کولو لپاره په هڅې تورن کړ او دایران سفیر یې احضار کړ .
ډانمارک دغه راز په تهران کښې خپل سفیر د مشورې لپاره وروباله .
دایران خارجه وزارت د ډانمارک ادعاګانې مغرضانه بللی دی او په ایران اسلامی جمهوریت د ترهګرو حملو دمسولیت وراچول یې په کلکه دروغ بللی دی .
دایران دبهرنیو چارو وزارت د دغو ادعاګانو مطرح کیدل په اوسنیو خاصو او حساسو شرایطو کښې د اروپا او دایران د مخ په ودې او ښو اړیکو د پیژندل شویو دښمانانو ددسیسو دوام بللی دی .