النصره او داعشی تفکیریان د سورئې د ادلب آرامښت نه غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77997-النصره_او_داعشی_تفکیریان_د_سورئې_د_ادلب_آرامښت_نه_غواړی
راپورونه ښئ د داعش په ضد د تش په نامه امریکائی ائیتلاف داعش تکفیری ترهه ګره ډله له الرقه ښاره منتقله کړې ده .نو په دغه ښار بې هدفه بمبارۍ کوی ، چې له امله ئې دغه ښار کابو پنځه اتیا فی صدی په کنډوالو بدل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2018 01:48 Asia/Kabul
  • النصره او داعشی تفکیریان د سورئې د ادلب آرامښت نه غواړی

راپورونه ښئ د داعش په ضد د تش په نامه امریکائی ائیتلاف داعش تکفیری ترهه ګره ډله له الرقه ښاره منتقله کړې ده .نو په دغه ښار بې هدفه بمبارۍ کوی ، چې له امله ئې دغه ښار کابو پنځه اتیا فی صدی په کنډوالو بدل شوی دی .

 سپوټنیک  خبری آژانس راپورورکړی ،  دروسیې  دخارجه وزارت ویندوئې  میرمن ماریا زخارووا  پرون مازدیګر  په خبری کنفرانس کې روښانه کړې ، د سورئې دادلب  د موافقې  په اجرا کې له پرمختګ سره سره ، دترهه ګرو  دحملو د دوام  په دلیل ، دسورئې  دشمال لویدیځ په دغه ولایت کې  له وسلو پاکه سیمه  تر دې دمه   بشپړ شوې نه ده .

 میرمن زخارووا  روښانه کړې ، النصره جبهه  اوپه ادلب کې پاتې  نوره  پاتې ترهه ګرې ډلې  دخپلو ملاتړو   په مرستې سره  په دغه ولایت کې   له وسلو دپاکې سیمې د رامینځةکونکی موافقې  په خنډونو جوړولو   او ناکامولو  پسې دی  او هره ورځ لمسونکی اقدامات کوی .

 هغې زیاته کړې ، ترهه ګرې ډلې  د سورئې په لویدیځ  کې  دحماه ولایت    په شمال لویدیځ   کې او  د ادلب ولایت    په جنوب کې د سورئې  پر  پوځی ځواک    حملو ته دوام ورکوی .

 ماسکو اوا نقره  د ستمبر په اوه لسمه نیټه    دروسیې په سوچی  ښار کې  د سورئې دپوځ او ترهه ګرو دتماس په کرښو کې  له پنځلسو تر شلو کلومیټرو پورې  د حدودو په اندازه  په ادلب کې  له وسلو  دپاکې سیمې د رامینځةکولو لپاره  یوه موافقه لاسلیک کړې  ده .

 د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې   په سورئې کې د  الرقه ښار د حالاتو په باب  هم ووئیل ،  د دغه ښار کنډوالې  چې  په بیرته اخستو کې  د داعشی تکفیریانو په ضد دتش په نامه ائیتلاف   ځواکونو  رامینځةکړی ،   په هغو خوشبینیو سره چې   دلویدیځ غیر حکومتی  ادارې او موسسې ئې انځوروی ،  ډیر فرق لری او  په دغه ښار کې هیڅ ډول بیا رغاونه  نه ده پیل شوې . راپورونه ښئ  د داعش په ضد  د  تش په نامه امریکائی ائیتلاف  داعش تکفیری ترهه ګره ډله  له الرقه ښاره  منتقله کړې ده .نو په  دغه ښار بې هدفه  بمبارۍ کوی ، چې له امله   ئې  دغه ښار کابو پنځه اتیا فی صدی په کنډوالو بدل شوی دی .