النصره او داعشی تفکیریان د سورئې د ادلب آرامښت نه غواړی
راپورونه ښئ د داعش په ضد د تش په نامه امریکائی ائیتلاف داعش تکفیری ترهه ګره ډله له الرقه ښاره منتقله کړې ده .نو په دغه ښار بې هدفه بمبارۍ کوی ، چې له امله ئې دغه ښار کابو پنځه اتیا فی صدی په کنډوالو بدل شوی دی .
سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ، دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا پرون مازدیګر په خبری کنفرانس کې روښانه کړې ، د سورئې دادلب د موافقې په اجرا کې له پرمختګ سره سره ، دترهه ګرو دحملو د دوام په دلیل ، دسورئې دشمال لویدیځ په دغه ولایت کې له وسلو پاکه سیمه تر دې دمه بشپړ شوې نه ده .
میرمن زخارووا روښانه کړې ، النصره جبهه اوپه ادلب کې پاتې نوره پاتې ترهه ګرې ډلې دخپلو ملاتړو په مرستې سره په دغه ولایت کې له وسلو دپاکې سیمې د رامینځةکونکی موافقې په خنډونو جوړولو او ناکامولو پسې دی او هره ورځ لمسونکی اقدامات کوی .
هغې زیاته کړې ، ترهه ګرې ډلې د سورئې په لویدیځ کې دحماه ولایت په شمال لویدیځ کې او د ادلب ولایت په جنوب کې د سورئې پر پوځی ځواک حملو ته دوام ورکوی .
ماسکو اوا نقره د ستمبر په اوه لسمه نیټه دروسیې په سوچی ښار کې د سورئې دپوځ او ترهه ګرو دتماس په کرښو کې له پنځلسو تر شلو کلومیټرو پورې د حدودو په اندازه په ادلب کې له وسلو دپاکې سیمې د رامینځةکولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده .
د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې په سورئې کې د الرقه ښار د حالاتو په باب هم ووئیل ، د دغه ښار کنډوالې چې په بیرته اخستو کې د داعشی تکفیریانو په ضد دتش په نامه ائیتلاف ځواکونو رامینځةکړی ، په هغو خوشبینیو سره چې دلویدیځ غیر حکومتی ادارې او موسسې ئې انځوروی ، ډیر فرق لری او په دغه ښار کې هیڅ ډول بیا رغاونه نه ده پیل شوې . راپورونه ښئ د داعش په ضد د تش په نامه امریکائی ائیتلاف داعش تکفیری ترهه ګره ډله له الرقه ښاره منتقله کړې ده .نو په دغه ښار بې هدفه بمبارۍ کوی ، چې له امله ئې دغه ښار کابو پنځه اتیا فی صدی په کنډوالو بدل شوی دی .