دسورئې دملت دښمنان دسیاسی دباؤنوله اړمه استفاده کوی
د سورئې اوایران د پارلیمانی دوستۍ د ډلې مرستیال مشر محمد حسین راغب الحسین هم ووئیل ، که دسورئې په جنګ کې دایران دسلاکارۍ مرستې نه وائ ، نو اوسنی بریالیتوبونه ناممکن وو.
زمونږخبریال راپورارکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون ناوخت پّ تهران کې د سورئې دپارلیمانی پلاوی له غړو سره په کتنې کې ووئیل ، په سورئې کې دترهه ګروله پرله پسې ماتو ورسوته دښةنان د دغه هیواد پر ولس اوحکومت دسیاسی دباؤنو له اړمه استفاده کوی څو خپلې سپیرې موخې پرې وتپی .
ډاکټر لاریجانی همداراز د ایران اوسورئې اقتصادی ملګرتیاؤ ته په اشارې سره ووئیل نن سبا په ایران کې ډیر داسې شرکتونه شته چې په سورئې کې ښه اقدامات کولی او له دغه هیواد سره دلارو په جوړولو او صنعتی چارو کې مرستې کولی شی .
د سورئې اوایران د پارلیمانی دوستۍ د ډلې مرستیال مشر محمد حسین راغب الحسین هم ووئیل ، که دسورئې په جنګ کې دایران دسلاکارۍ مرستې نه وائ ، نو اوسنی بریالیتوبونه ناممکن وو.
هغه همداراز د ایران په ضد امریکا اقدامات وغندل او وې وئیل ، دایران ملت به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو سره دبندیزونو له دغه چیلنجه هم په بریالیتوب سره تیر شی .
دسورئې دپارلیمان پنځلس کسیز پلاوی ،وړمه ورځ ایران ته راغلی او داسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړی دی .