دپاکستان دکارګرانو کورنیو دعربستان اقدام وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78145-دپاکستان_دکارګرانو_کورنیو_دعربستان_اقدام_وغاند
فارس خبری اژانس وایی په سعودی عربستان کښې د پاکستان د کارګرانو کورنیو ددغه هیواد په زندانونو کښې ددغو کارګرانو په بد حالت اعتراض کښې په اسلام باد کښې غونډه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2018 12:03 Asia/Kabul
  • له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې تراوسه په عربستان کښې دپاکستان اتیا(۸۰) کارګران  پانسي شوي دي .
    له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې تراوسه په عربستان کښې دپاکستان اتیا(۸۰) کارګران پانسي شوي دي .

فارس خبری اژانس وایی په سعودی عربستان کښې د پاکستان د کارګرانو کورنیو ددغه هیواد په زندانونو کښې ددغو کارګرانو په بد حالت اعتراض کښې په اسلام باد کښې غونډه وکړه .

د پاکستان د کارګرانو د کورنیو غړیو چې د سعودی عربستان په زندانونو کښې بندیان دی داسلام اباد د مطبوعاتو د  کلب() په وړاندې راغونډیدا سره په لومړی وزیر عمران خان غږ وکړ ددغو کسانو دخوشی کیدا لپاره د ریاض له مقاماتو سره خبرې وکړی .

د پاکستان د بندیانو کورنیو وویل حاضردمه  سعودی عربستان په بیلابیلو پلمو د پاکستان بندی کارګران اعدام او پانسی کوی .

د پاکستان دکارګرانو کورنیو وویل ددغه هیواد ځینې کارګران له هیڅ دلیل پرته څه دپاسه لس(۱۰) کلونه کیږی چې دسعودی عربستان په زندانونو کښې قیدیان دی او دهغوې دمحاکمه کیدا یا خوشی کیدا لپاره تراوسه هیڅ اقدام نه دی ترسره شوی .

له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه په عربستان کښې دپاکستان اتیا(۸۰) کارګران  پانسی شوی دی .

په سعودی عربستان کښې دپاکستان څه دپاسه لسو زرو(۱۰۰۰۰) کارګرانو له تیرو نهو (۹)میاشتو راهسې تراوسه تنخواګانې نه دی ترلاسه کړی او هغوې د خپل ژوند د اداره کولو یا هیواد ته دستنیدا لپاره هیح پیسې نلری او د اعتراض په بڼه کښې نیول کیږی او زندانی کیږی .