د صیهونیسټ رژیم حقیقی ماهیت له مقاومت سره نښته ده
د اسلامی ملګرتیا موسسه د اسراییلو له نیواکګر رژیم سره په مبارزه او له فلسطینی ملت په ملاتړ کې مهم رول لوبولې شی او د نیواکګرۍ د سیاست د پراختیا په دلیل د صیهونیسټ رژیم ضد بیانیې په صادرولو ژمن دې .
د مجلس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن غړی علا الدین بروجردی د اسراییلو رژیم د عسکرو او مقاومت د ځواکونو ترمینځ د نښتې په غبرګون کی زیاته کړه د اسراییلو چارواکی خپل ګټه غواړې سیاست تعقیبوی چی د دغو دروغجنو سیاستونو نتیجه د سیمې ځینو هیوادونو ته د هغو وروستی سفرونه دی . ښاغلی بروجردی جوته کړه د اسلامی ملګرتیا موسسه د اسراییلو له نیواکګر رژیم سره په مبارزه او له فلسطینی ملت په ملاتړ کې مهم رول لوبولې شی او د نیواکګرۍ د سیاست د پراختیا په دلیل د صیهونیسټ رژیم ضد بیانیې په صادرولو ژمن دې .
صیهونیسټی عسکرو د نومبر په ۱۱ د غزې د جنوب د خان یونس ختیځ ته په نفوذ سره د قسار غونډونو دوه قوماندانان ترور کړل او له دې سره په یو وخت د صیهونیسټ رژیم الوتکو د خزاعه سیمې په بمبارولو سره ۵ فلسطینی مبارزان شهیدان کړل .
د مقاومت ځواکونو هم دغې حملې ته ځواب ورکړ چی د صیهونیسټ رژیم د یوه افسر د هلاکت او څو عسکرو د ژوبلیدا سبب شو .