د صیهونیسټ رژیم حقیقی ماهیت له مقاومت سره نښته ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78207-د_صیهونیسټ_رژیم_حقیقی_ماهیت_له_مقاومت_سره_نښته_ده
د اسلامی ملګرتیا موسسه د اسراییلو له نیواکګر رژیم سره په مبارزه او له فلسطینی ملت په ملاتړ کې مهم رول لوبولې شی او د نیواکګرۍ د سیاست د پراختیا په دلیل د صیهونیسټ رژیم ضد بیانیې په صادرولو ژمن دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2018 08:48 Asia/Kabul
  • د صیهونیسټ رژیم حقیقی ماهیت له مقاومت سره نښته ده

د اسلامی ملګرتیا موسسه د اسراییلو له نیواکګر رژیم سره په مبارزه او له فلسطینی ملت په ملاتړ کې مهم رول لوبولې شی او د نیواکګرۍ د سیاست د پراختیا په دلیل د صیهونیسټ رژیم ضد بیانیې په صادرولو ژمن دې .

د مجلس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن غړی علا الدین بروجردی د اسراییلو رژیم د عسکرو او مقاومت د ځواکونو ترمینځ د نښتې په غبرګون کی زیاته کړه د اسراییلو چارواکی خپل ګټه غواړې سیاست تعقیبوی چی د دغو دروغجنو سیاستونو نتیجه د سیمې ځینو هیوادونو ته د هغو وروستی سفرونه دی . ښاغلی بروجردی جوته کړه د اسلامی ملګرتیا موسسه د اسراییلو له نیواکګر رژیم سره په مبارزه او له فلسطینی ملت په ملاتړ کې  مهم رول لوبولې شی  او د نیواکګرۍ د سیاست د پراختیا په دلیل د صیهونیسټ رژیم ضد بیانیې په صادرولو ژمن دې .

صیهونیسټی عسکرو د نومبر په ۱۱ د غزې د جنوب د خان یونس ختیځ ته په نفوذ سره د قسار غونډونو دوه قوماندانان ترور کړل او له دې سره په یو وخت د صیهونیسټ رژیم الوتکو د خزاعه سیمې په بمبارولو سره ۵ فلسطینی مبارزان شهیدان کړل .

د مقاومت ځواکونو هم دغې حملې ته ځواب ورکړ چی د صیهونیسټ رژیم د یوه افسر د هلاکت او څو عسکرو د ژوبلیدا سبب شو .