نتانیاهو،ټرمپ او بن سلمان د شر مثلث دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78208-نتانیاهو_ټرمپ_او_بن_سلمان_د_شر_مثلث_دی
د لبنان د حزب ا... د عومی منشی مرستیال د صیهونیسټ رژیم لومړې وزیر نتانیاهو ، د امریکا ولسمشر ټرمپ او د عربستان ولیعهد بن سلمان د شر مثلث وبلل او ویې ویل هغو د سیمې او نړۍ په خرابولو بوخت دی او په نړۍ کې چی هرمشکل موجود دې ، هغو پکې رول لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2018 09:12 Asia/Kabul
  • نتانیاهو،ټرمپ او بن سلمان د شر مثلث دی

د لبنان د حزب ا... د عومی منشی مرستیال د صیهونیسټ رژیم لومړې وزیر نتانیاهو ، د امریکا ولسمشر ټرمپ او د عربستان ولیعهد بن سلمان د شر مثلث وبلل او ویې ویل هغو د سیمې او نړۍ په خرابولو بوخت دی او په نړۍ کې چی هرمشکل موجود دې ، هغو پکې رول لری .

د ایرنا له راپور سره سم شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ د نتانیاهو ، ټرمپ او بن سلمان مثلث تاوان لیدلې دې او ډاډمن شوی دی چی مقاومت به بریالی شی .

شیخ نعیم قاسم وویل بن سلمان په یمن کې ماته وخوړه  ځکه چی بیګناه انسانان یې ووژل او د ۱۲ میلیون انسانانو د لوږې سبب شو خو په الحدیده او د یمن په نورو سیمو کې یې پرمختګ ونکړې شو .

Image Caption
Image Caption

 

د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مرستیال د ټرمپ د وضعیت په اړه هم وویل هغه د ایران د بایکاټ کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه حو په نهایت کې له دې مخکې چی وخت یې راورسی د ایران دملت او رهبر له مقاومت سره مخامخ شو  او له ځینو بایکاټونو یې شاتګ وکړ .

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه نتانیاهو هم په غزې کې له فلسطینی ملت سره په مقابله کې  د بې وسی په دلیل  تاوان ولید او له رجزخوانۍ سره سره شاتګ او اوربند منلو ته مجبوره شو .