سعودی عربستان او متحده عربی امارات اختلاف اچوی
-
هغه په اسلامي نړۍ کښې د اختلاف لپاره دسیسې په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د هدفونو دتحقق او د ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې وبللې .
د ترکیې د «تان یرید» خبری سایټ مدیر او د سیاسی مسائیلو کارپیژاند جاهد قلیچ زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل په اسلامی نړۍ کښې د اتحاد د مخنیوی لپاره د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو هدف په سیمه کښې د امریکا او داسرائیلو د هدفونو تحقق او د ګټو تامینول دی .
هغه ټینګار وکړ په داسې حال کښې چې ایران ، ترکیې ، پاکستان او انډونیزیا د اسلامی هیوادونو د اتحاد لپاره هڅه کړی ده سعودی عربستان او متحده عربی امارات د فلسطین په مسلې کښې چې د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسله ده د اسلام له دښمنانانو سره ملګرتیا کوی .
دترکیې د شناند جاهد قلیچ د اسلامی هیوادونو ترمینځ د حقیقی اتحاد له رامینځته کیدا او د حقیقی اسلام له احیا کیدا د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د چارواکو د ویریدا علت ددوې د موجودیت په خطر کښې لویدل وباله او زیاته یې کړه د وهابیت د بې لارې فرقې د جوړولو لپاره د سعودی عربستان اقدام د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف د اچولو او په اسلامی نړۍ کښې د وحدت دمخه دنیولو په هدف سره دی .
هغه په اسلامی نړۍ کښې د اختلاف لپاره دسیسې په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د هدفونو دتحقق او د ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې وبللې او ویې ویل تر هغه وخته چې د اسلامی هیوادونو حکومتونه د وحدت پلوی ونه وسی دغه چاره به محققه نشی .