امریکا دې دعربستان د ورانکارسیاست برخه نه جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78345-امریکا_دې_دعربستان_د_ورانکارسیاست_برخه_نه_جوړیږی
دغه امریکائی سناتور ددې خبرې په کولو سره چې امریکا باید دعربستان دورانکار بهرنی سیاست برخه نشی ، ووئیل ، کانګرس باید دیمن په جنګ کې دامریکا ګډون پای ته ورسوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 22, 2018 09:17 Asia/Kabul
  • امریکا دې دعربستان د ورانکارسیاست برخه نه جوړیږی

دغه امریکائی سناتور ددې خبرې په کولو سره چې امریکا باید دعربستان دورانکار بهرنی سیاست برخه نشی ، ووئیل ، کانګرس باید دیمن په جنګ کې دامریکا ګډون پای ته ورسوی .

زمونږخبریال  راپورراکړ دامریکاد ورمونټ ایالت خپلواکه سناتور برنی سنډرزبیګا پخپل ټولنیزچینل کې  لیکلی دی ، په یمن کې د عربستان  په رهبرۍ  د جنګ غواړی  ائیتلاف   په تیرو څوکلونو کې  د دغه جنګ ځپلی هیوادله لوږې سره لاس اوګریوان   پنځه اتیا زره ماشومان    د مرګ تر خولې ورغلی دی .

 دغه امریکائی سناتور  ددې خبرې په کولو سره   چې امریکا باید  دعربستان  دورانکار  بهرنی سیاست  برخه نشی ، ووئیل ، کانګرس  باید  دیمن په جنګ کې  دامریکا  ګډون پای ته ورسوی .

 امریکا او د فرانسې او انګلستان  پشمول ځینو لویدیځی  هیوادونو  په یمن کې په یمن کې د سعودی په مشرۍ  له جنګ غواړی ائیتلافه  بشپړ ملاتړ کړی  او دغو هیوادونو په تیرو څلورو کلونو کې  دیمن په مظلومو خلکو د ټنو ټنو بارودو د وَرَولو لپاره لپاره  بمونه او وسلې ورکړی څو د یمن بې څوکه خلک ورسره قتل عام کړی .