دیمن۸۵زره ماشومان دلوږې اوقخطۍله امله دمرګ خولې ته ورغلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78355-دیمن۸۵زره_ماشومان_دلوږې_اوقخطۍله_امله_دمرګ_خولې_ته_ورغلی
دملګروملتو په راپورونو کې د هغو کسانو دشمیر په باب چې دناوړه خواړو له امله وژل شوی دی ، هیڅ احصائې ذکر شوی نه دی ، خو دغې موسسې په تیر اکتوبر میاشت کې په یوې اعلامیې کې وئیلی وو، چې دیمن نیم اوسیدونکی یعنی کابو څوارلس میلیون یمن وال ، دقخطۍ په درشل کې دی او په بشپړ ډول ئې په انسان دوستۍ مرستو تکیه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 12:10 Asia/Kabul
  •   دیمن۸۵زره ماشومان دلوږې اوقخطۍله امله دمرګ خولې ته ورغلی

دملګروملتو په راپورونو کې د هغو کسانو دشمیر په باب چې دناوړه خواړو له امله وژل شوی دی ، هیڅ احصائې ذکر شوی نه دی ، خو دغې موسسې په تیر اکتوبر میاشت کې په یوې اعلامیې کې وئیلی وو، چې دیمن نیم اوسیدونکی یعنی کابو څوارلس میلیون یمن وال ، دقخطۍ په درشل کې دی او په بشپړ ډول ئې په انسان دوستۍ مرستو تکیه کړې ده .

فارس خبری آژانس  راپور ورکړ د ماشومانو د ژغورونکی نړیوالې بسپنې  موسسې  چې  مرکز ئې په بریتانیا کې دی  پخپل وروستی راپور کې وئیلی دی ،  دا احتمال شته چې  په یمن کې پنځه اتیا زره  واړه ماشومانو  د سعودی تیریګر ائیتلاف د وحشی ډوله  حملو  له امله د ناوړه خواړو   او قخطۍ  په علت    خپل ژوند له لاسه ورکړی وی .

 د دغې نړیوالې موسسې  په  اعلامیې کې راغلی دی ،   د هرهغه ماشوم په مقابل کې چې  په یمن کې  په ډزو او بمونو سره وژل کیږی ، په لسګونو ماشومان  د ناروغیو او لوږو له مله   خپل ژوند له لاسه ورکوی.

  د ماشومانو د ژغورونکی نړیوالې موسسې راپور په داسې شرائطو کې  خپریږی ، چې   د یمن د  هغه جنګ  د وژل شوو دشمیر په باب  چې  ۲۰۱۶کال کې پیل شوی ، د ملګروملتو د راپورونو په استنادتر دې دمه  په دغه جنګ کې  څه دپاسه  لس زره یمن وال  وژل شوی دی . 