دیمن خاوره د عربستان لپاره په یوې جبۍ بدله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78359-دیمن_خاوره_د_عربستان_لپاره_په_یوې_جبۍ_بدله_شوې_ده
سردارسلامی روښانه کړې،د اسلامی نړۍ او نړیوال استکبار ترمینځ سټراټژیکه مخامخیدا او د امریکائی اواستکباری سرزوریو په وړاندې مقاومت ،داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره بڼه موندلې او امریکا ته ئې یوه درنده څپیړه ورکړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 12:59 Asia/Kabul
  • دیمن خاوره د عربستان لپاره په یوې جبۍ بدله شوې ده

سردارسلامی روښانه کړې،د اسلامی نړۍ او نړیوال استکبار ترمینځ سټراټژیکه مخامخیدا او د امریکائی اواستکباری سرزوریو په وړاندې مقاومت ،داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره بڼه موندلې او امریکا ته ئې یوه درنده څپیړه ورکړې ده .

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان  جانشین سردار حسین سلامی  په تهران کې دیمن د  خلکو دمقاومت دملاتړ  په  مناسبت په نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی  اسلامی امت  دی او د مقاومت منطق دبریالیتوب په حال کې دی .

  سردارسلامی روښانه کړې،د اسلامی نړۍ او نړیوال استکبار ترمینځ سټراټژیکه مخامخیدا او د امریکائی اواستکباری سرزوریو په وړاندې   مقاومت ،داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره بڼه موندلې او  امریکا ته ئې یوه درنده څپیړه  ورکړې ده .

   هغه په عین حال کې ټینګار کړی ،  امریکایان  داسلامی ملتونو دله مینځه وړلو لپاره  هڅه کوی  او دایران په ضد بندیزونه، په سورئې اویمن کې جنګ  او د فلسطین د مظلومو خلکو عامه وژله  د دغه سیاست  لپاره دی . 

 د اسلامی مذهبونو دنزدیوالې  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشی  آیت ا... محسن اراکی  هم  په دغه سیمنار کې  دتیریګرو په وړاندې دیمن اوفلسطین د ولس تل پاتې مقاومت ته په اشارې سره  ووئیل ،دبې ګناه مسلمانانو په وژلو کې د امریکا ،عربستان اوصهونیسټی رژیم اتحاد د باطلوقدرتونو دنسکوریدا نښه ده .