دیمن خاوره د عربستان لپاره په یوې جبۍ بدله شوې ده
سردارسلامی روښانه کړې،د اسلامی نړۍ او نړیوال استکبار ترمینځ سټراټژیکه مخامخیدا او د امریکائی اواستکباری سرزوریو په وړاندې مقاومت ،داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره بڼه موندلې او امریکا ته ئې یوه درنده څپیړه ورکړې ده .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی په تهران کې دیمن د خلکو دمقاومت دملاتړ په مناسبت په نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی اسلامی امت دی او د مقاومت منطق دبریالیتوب په حال کې دی .
سردارسلامی روښانه کړې،د اسلامی نړۍ او نړیوال استکبار ترمینځ سټراټژیکه مخامخیدا او د امریکائی اواستکباری سرزوریو په وړاندې مقاومت ،داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره بڼه موندلې او امریکا ته ئې یوه درنده څپیړه ورکړې ده .
هغه په عین حال کې ټینګار کړی ، امریکایان داسلامی ملتونو دله مینځه وړلو لپاره هڅه کوی او دایران په ضد بندیزونه، په سورئې اویمن کې جنګ او د فلسطین د مظلومو خلکو عامه وژله د دغه سیاست لپاره دی .
د اسلامی مذهبونو دنزدیوالې دنړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا... محسن اراکی هم په دغه سیمنار کې دتیریګرو په وړاندې دیمن اوفلسطین د ولس تل پاتې مقاومت ته په اشارې سره ووئیل ،دبې ګناه مسلمانانو په وژلو کې د امریکا ،عربستان اوصهونیسټی رژیم اتحاد د باطلوقدرتونو دنسکوریدا نښه ده .