ترهګرو د سوریې په حلب کښې کیمیاوی ګازونه کارولی
Nov 25, 2018 01:10 Asia/Kabul
-
امریکا، سعودي عربستان ، بریتانیا ، فرانسه ، متحده عربي امارات، اسرائیل ، ترکیه ، قطر او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو په ماتي سخت اندیښمن دي .
سپوتینک خبری اژانس وایی ترهګرو بیګا دسوریې په شمال کښې دحلب ښار په هستوګنو سیمو د کلورین ګاز د لرونکو راکټونو حمله وکړه چې له کبله یې تراوسه کابو اته(۸) کسان وژل شوی دی او له څلویښتو(۴۰) زیات کسان ژوبل شوی او روغتونونو ته وړل شوی دی .
ترهګرو مخکې هم د خان شیخون او د غوطه شرقی په شمول د سوریې په بیلابیلو سمو کښې دکیمیاوی وسلو حملې کړی وې او هڅه یې کړی وه دمشق ددغو بریدونو مسول معرفی کړی او له دې لارې په سوریې د لویدیځو هیوادونو د پوځی حملې لپاره پلمه برابره کړی .
امریکا، سعودی عربستان ، بریتانیا ، فرانسه ، متحده عربی امارات، اسرائیل ، ترکیه ، قطر او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو په ماتی سخت اندیښمن دی او دوې هڅه کوی چې ترهګرې ډلې ژوندې وساتی .
ټیګونه