په سوریې کښې په ترهګرو پنځوس توغندی ویشل شوی
-
ترهګرو بیګا د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت کښې د ملکي خلکو پرضد زهرجن ګازونه وکارول .
فارس خبری اژانس وایی د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو نن سهار پنځوس(۵۰) کیمیاوی توغندی ځاې پرځاې کړل .
ترهګرو بیګا د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت کښې د ملکی خلکو پرضد زهرجن ګازونه وکارول چې له کبله یې څه دپاسه سل (۱۰۰)کسان ژوبل شوی دی .
هغه توغندی چې د فرانسې عسکرو یې په خولیو کښې د کلورین ګازونو په شان کیمیاوی مواد کیښودلی دی د جبهه النصره ترهګرې ډلې لخوا د سوریې په شمال کښې د ترهګرو تر نیواک لاندې بیلابیلو سیمو کښې ویشل شوی دی .
د روسیې د دفاع وزارت ویاندې« ایګور کوناشینکوف» هم ویلی وو په سوریې کښې د روسیې استخباراتی ادارې له وسلو په پاکې سیمې کښې داسې موردونه پیدا کړی دی چې ثابتوی ترهګر نیت لری یوځل بیا په سوریې د کیمیاوی وسلو حمله وکړی .
سپین خولیو چې د امریکا او دانګلستان تر څارنې لاندې فعالیت لری د سوریې په ادلب کښې د جبهه النصره له ګودامونو د زهرجنو کیمیاوی موادو پینځه(۵) کڅوړې کشف کړې او د فرانسې کارپیژاندو ته یې سپارلی دی .