په سوریې کښې په ترهګرو پنځوس توغندی ویشل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78457-په_سوریې_کښې_په_ترهګرو_پنځوس_توغندی_ویشل_شوی
فارس خبری اژانس وایی د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو نن سهار پنځوس(۵۰) کیمیاوی توغندی ځاې پرځاې کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2018 11:58 Asia/Kabul
  • ترهګرو بیګا د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت  کښې د ملکي خلکو پرضد زهرجن ګازونه وکارول .
    ترهګرو بیګا د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت کښې د ملکي خلکو پرضد زهرجن ګازونه وکارول .

فارس خبری اژانس وایی د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو نن سهار پنځوس(۵۰) کیمیاوی توغندی ځاې پرځاې کړل .

ترهګرو بیګا د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت  کښې د ملکی خلکو پرضد زهرجن ګازونه وکارول چې له کبله یې څه دپاسه سل (۱۰۰)کسان ژوبل شوی دی .

هغه توغندی چې د فرانسې عسکرو  یې په خولیو کښې د کلورین ګازونو په شان کیمیاوی مواد  کیښودلی دی د جبهه النصره ترهګرې ډلې لخوا د سوریې په شمال کښې د ترهګرو تر نیواک لاندې  بیلابیلو سیمو کښې ویشل شوی دی .

د روسیې د دفاع وزارت ویاندې« ایګور کوناشینکوف» هم ویلی وو په سوریې کښې د روسیې استخباراتی ادارې له وسلو په پاکې سیمې کښې داسې موردونه پیدا کړی دی چې ثابتوی ترهګر نیت لری یوځل بیا په سوریې د کیمیاوی وسلو  حمله وکړی .

سپین خولیو چې د امریکا او دانګلستان تر څارنې لاندې فعالیت لری د سوریې په ادلب کښې د جبهه النصره له ګودامونو د زهرجنو کیمیاوی موادو پینځه(۵) کڅوړې کشف کړې او د فرانسې کارپیژاندو ته یې سپارلی دی .