د داعش ډلې د مشر مرستیال نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78458-د_داعش_ډلې_د_مشر_مرستیال_نیول_شوی_دی
فارس خبری اژانس وایی دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو په یوې(۱) بیانیې کښې د داعش ډلې د دوهم(۲) لمبر دمشر اسامه عوید ابراهیم چې په ابو زید مشهور دی دنیولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2018 12:15 Asia/Kabul
  • دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو دداعش ډلې دمشر له مرستیال څخه شل(۲۰) موبایل ټیلي فونونه ، یوشمیر سره زر او زیاتې پیسې کشف کړې .
    دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو دداعش ډلې دمشر له مرستیال څخه شل(۲۰) موبایل ټیلي فونونه ، یوشمیر سره زر او زیاتې پیسې کشف کړې .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو په یوې(۱) بیانیې کښې د داعش ډلې د دوهم(۲) لمبر دمشر اسامه عوید ابراهیم چې په ابو زید مشهور دی دنیولو خبر ورکړ .

دداعش ډلې د اصلی مشر ابوبکر بغدادی یو(۱) نامتو مرستیال ابوزید چې د سوریې د دیرالزور په ریف شرقی کښې په الطیانه ښارګی کښې په یوې کوټې کښې پټ شوی وو ونیول شو .

دسوریې دکرد ډیموکراټیک ځواکونو بیانیه وایی ابوزید چې په خپل کور کښې یې داعش ته اړونده د یوې ډلې مدیریت کاوه اراده لرله په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد واچاودوی  خو خور یې ددغه کار مخه ونیوله او هغه ونیول شو .

دسوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو دداعش ډلې دمشر له مرستیال څخه شل(۲۰) موبایل ټیلی فونونه ، یوشمیر سره زر او زیاتې پیسې کشف کړې .