په سوریې کښې د داعش ډلې دوسلو ګودام کشف شوی
Nov 29, 2018 02:51 Asia/Kabul
-
په سوریې کښې ترهګرو ته کیمیاوي وسلې امریکا، بریتانیا ، فرانسې او سعودي عربستان ورکړي دي .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت بیګا دسوریې دختیځ په دیرالزور ولایت کښې دداعش ترهګرې ډلې د کیمیاوی وسلو د یوه ګودام د کشفوفو خبر ورکړ .
د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړ په سوریې کښې دداعش ډلې پاتې غړی دامریکا تر ملاتړ لاندې په کرد ډلو د کیمیاوی وسلو د حملې د پلانولو په حال کښې دی چې له دې لارې امریکا ولمسوی دسوریې دپوځ په مرکزونو بمبارې وکړی .
ترهګرو په تیرې شنبې ورځ هم دسوریې په شمال کښې دحلب ښار په هستوګنو سیمو د کلورین ګازونو لرونکی راکټونه ویشتلی وو چې په ترڅ کښې یې سل(۱۰۰) ښاریز ژوبل شوی وو .
په سوریې کښې ترهګرو ته کیمیاوی وسلې امریکا، بریتانیا ، فرانسې او سعودی عربستان ورکړی دی .
ټیګونه