سعودی عربستان د قطر امیر ته بلنه ورکړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78673-سعودی_عربستان_د_قطر_امیر_ته_بلنه_ورکړی_ده
فارس خبری اژانس وایی د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز پرون په رسمی ډول د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی د فارس خلیج د ملګرتیا دشورا دغړو هیوادونو دمشرانو په نهه دیرشمې(۳۹) غونډې کښې ګډون ته وروباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2018 02:02 Asia/Kabul
  •  سعودي عربستان به زر د قطر امیر په دغه غونډې کښې ګډون کولو ته وروبولي .
    سعودي عربستان به زر د قطر امیر په دغه غونډې کښې ګډون کولو ته وروبولي .

فارس خبری اژانس وایی د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز پرون په رسمی ډول د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی د فارس خلیج د ملګرتیا دشورا دغړو هیوادونو دمشرانو په نهه دیرشمې(۳۹) غونډې کښې ګډون ته وروباله .

د فارس خلیج د ملګرتیا دشورا د غړو هیوادونو دمشرانو نهه دیرشمه غونډه به د روان میلادی کال ددسمبر په نهمه(۹) نیټه د عربستان په ختیځ کښې په« دمام »ښار کښې جوړه شی .

د کویت سرچینو په تیرې جمعې ورځ ویلی وو سعودی عربستان به زر د قطر امیر په دغه غونډې کښې ګډون کولو ته وروبولی .

کارپیژاندو وویل د دمام  په غونډې کښې د ګډون کولو لپاره د قطر امیر ته د سعودی عربستان رسمی بلنه د دوحې پرضد د بایکاټ په اعمالولو کښې د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو دماتی په معنا ده  .