مقاومت په نړۍکې پر هر قدرت مسلط کیدلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78678-مقاومت_په_نړۍکې_پر_هر_قدرت_مسلط_کیدلی_شی
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک دقوماندان جانشین په دې په ټینګار سره چې په یمن تیری لامل شوی ، څو د آل سعورژیم خبیثه څیره پر درستو نړیوالو ښکاره شی روښانه کړې ، دښمنان په یمن کې له هیڅ ډول بوږنونکی جنایته ډډه نه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2018 08:14 Asia/Kabul
  • مقاومت په نړۍکې پر هر قدرت مسلط کیدلی شی

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک دقوماندان جانشین په دې په ټینګار سره چې په یمن تیری لامل شوی ، څو د آل سعورژیم خبیثه څیره پر درستو نړیوالو ښکاره شی روښانه کړې ، دښمنان په یمن کې له هیڅ ډول بوږنونکی جنایته ډډه نه کوی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی انقلاب  دقدس ځواک  دقوماندان  جانشین سردار اسماعیل  قاآنی  بیګا  په تهران کې د یمن د مظلومو ماشومانو  د درنښت  په دستورو کې په یولړ څرګندونو کې  د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  توغندوی قدرت ته په اشارې سره  ووئیل ،  دځای ځواک په  هلوځلو سره ،  د یمن دتوغندیو دقت او قدرت  په اوڅاره توګه لوړ  شوی دی.

          سردار قاآنی  ددې خبرې په کولو سره چې  دم ګړۍ درست سیاسی شناندی  په دې ټکی اعتراف کوی ، چې آل سعود رژیم او ملاتړی ئې  په یوه داسې جنګ کې ښکیل شوی ، چې پخپله ئې پیلونکی  وو،زیاته کړې؛سعودی ائیتلاف  نور په یمن کې د جنګ د  برخلیک د ټاکنې په مرحلې کې نه دی  او اوس دسیمې د معادلاتو نندارچی دی .