په یمن کې انسانی غمیزې په زیاتیدو دی .
بیزلی زیاته کړې په یمن کې انسانی غمیزې په وروستیو میاشتو کې په الحدیده بندر دعربستان او اماراتو د حملو په زیاتیداسره چې یمن ته د خواړو او دنورو اساسی اړتیاؤ د وارداتو اصلی مرکز شمیرل کیږی، ترخطرناک حده زیاتې شوی دی او که نړیواله ټولنې په دې باب جدی اقدامات او کوټلی ګامونه پورته نه کړی ،نوممکنه ستره انسانی غمیزه به درست انسانیّت وشرموی او چا ته به هیڅ په لاس ورنشی .
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، ملګرو ملتو په همداوروستیو کې پخپل یوه راپور کې وئیلی دی ، په ۲۰۱۹کال کې به کابو څلورویشت میلیون یمن وال انسانی مرستو ته جدی اړتیا ولری .
په دغه راپو رکې وئیل شوی دی ، په یمن کې د لوږې خطره د دغه هیواد د څه دپاسه پنځه اویا فی صدی نفوس ګواښی او دمرګ له خطرې سره ئې مخاخوی . .
دملګروملتو سره اړونده دخواړو نړیوال پروګرام اجرائی مدیر ډیویډ بیزلی هم وئیلی دی ، ډیر خلک وائی ، یمن د یوې سترې انسانی غمیزې تر درشله رسیدلی دی ، حال دا چې دغه هیواد له بوږنونکی غمیزې سره لاس اوګریوان شوی او حالت پکې نور هم په ترینګلتیا دی .