په سوریې کښې د امریکا وسلې کشف شوی
-
دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په بریدونو کښې څه دپاسه دوه سوه (۲۰۰)ملکیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي وژل شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د «درعا» په خوا کښې د ترهګرو له نیواک څخه په ازادو شویو سیمو کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم جوړې ډول ډول ګڼ شمیر وسلې او مهمات کشف کړل .
د سوریی پوځیانو له دې مخکې هم په ځلونو د ترهګرو له پټنځایونو څخه د امریکا او داسرائیلو جوړې وسلې او تجهیزات کشف کړی وو .
د سوریې عسکرو د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه هم په جنوب کښې دامریکا د ټاو توغندیو په شمول زیاتې وسلې کشف کړی وې .
بل راپور وایی د سوریې د دیرالزور په جنوب ختیځ کښې په «هجین» هستوګنه سیمو دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف په هوایی حملې کښې د وژل شویو کسانو شمیر پینځویشتو(۲۵) ته ورزیات شو .
په تیره یوه (۱)میاشت کښې په سوریې کښې دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په بریدونو کښې څه دپاسه دوه سوه (۲۰۰)ملکیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دی وژل شوی دی .