په سوریې کښې د امریکا وسلې کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78705-په_سوریې_کښې_د_امریکا_وسلې_کشف_شوی
زمونږ خبریال وایی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د «درعا» په خوا کښې د ترهګرو له نیواک څخه په ازادو شویو سیمو کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم جوړې ډول ډول ګڼ شمیر وسلې او مهمات کشف کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2018 07:54 Asia/Kabul
  • دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په بریدونو کښې څه دپاسه دوه سوه (۲۰۰)ملکیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي وژل شوي دي .
    دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په بریدونو کښې څه دپاسه دوه سوه (۲۰۰)ملکیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي وژل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د «درعا» په خوا کښې د ترهګرو له نیواک څخه په ازادو شویو سیمو کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم جوړې ډول ډول ګڼ شمیر وسلې او مهمات کشف کړل .

د سوریی پوځیانو له دې مخکې هم په ځلونو د ترهګرو له پټنځایونو څخه د امریکا او داسرائیلو جوړې وسلې  او تجهیزات کشف کړی وو .

د سوریې عسکرو د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه هم  په جنوب کښې دامریکا د ټاو  توغندیو په شمول زیاتې وسلې کشف کړی وې .

بل راپور وایی د سوریې د دیرالزور په جنوب ختیځ کښې  په «هجین» هستوګنه سیمو دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف په هوایی حملې کښې د وژل شویو کسانو شمیر پینځویشتو(۲۵) ته ورزیات شو .

په تیره یوه (۱)میاشت کښې په سوریې کښې دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په بریدونو کښې څه دپاسه دوه سوه (۲۰۰)ملکیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دی وژل شوی دی .