د يمن فوځ د سعودي په جنوب توغنده اي حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79055-د_يمن_فوځ_د_سعودي_په_جنوب_توغنده_اي_حملې_وکړې
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا د سعودي رژيم د تېريو په ځواب کښې په زلزال يو ډول ځاي بالېسټېک توغنديو سره د سعودي د جنوب په نجران او عسير کښې د دغه هېواد فوځي ځايونه په نښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2018 02:48 Asia/Kabul
  • د يمن فوځ د سعودي په جنوب توغنده اي حملې وکړې

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا د سعودي رژيم د تېريو په ځواب کښې په زلزال يو ډول ځاي بالېسټېک توغنديو سره د سعودي د جنوب په نجران او عسير کښې د دغه هېواد فوځي ځايونه په نښه کړل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د دغو توغنده اي حملو د سرتاوانونو به اړه څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند پرون مازيګر وويل ، سعودي تيريګر ائتلاف دوه ورځې پرله پسې په الحُدېده ښار کښې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ سره د دغه ښار مختلفې سيمې د خپلو حملو هدف وګرځولې.

جنرل يحيی سريع وويل، د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو په تېرو ۴۸ ګېنټو کښې د يمن په مختلفو سيمو ۲۸ ځل بمبارۍ وکړې.

د يمن د صلحې د خبرو اترو څلورم پړاو د روان دسمبر په شپږمه نېټه د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر د خاص استازی مارټين ګريفېټس په مشرۍ د يمني لورو په شتون سره د سوئيډن په سټاکهولم کښې شروع شو او د دسمبر په ۱۳ نېټه په الحديده کښې د ډزبندۍ په اړه په موافقې سره ختم شو.

بندر الحديده يمن ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو ترټولو اصلي لار ده.

تر اوسه څو ځل د يمن د جنګ د ختمولو لپاره يو لړ خوزښتونه شوي دي خو هر ځل د سعودي او د هغه د انډيوالانو په خنډ اچونو سره دغه تحرکات له بندون سره مخامخ شوي دي.

سعودی ،  او ځینو نورو عربو هیوادونو  د امریکې اسرائيلو او برطانيې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقو په خلاف حملې شروع کړي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې تراوسه له څوارلسو زرو زيات کسان مړه، په لسګونو زره ژوبل شوي او په ميلينونو هم بې کوره شوي دي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځي ، بیخ بنایي تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي او د زمکې، هوار او سمندر له لارې د دغه هېواد د سختې محاصرې په وجه د يمن خلق له د خوراک او درملو او د ضرورت د سامانونو له سخت کمښت او ناوړه خوراک سره مخامخ دي .