له سوریې دامریکا وتل باید له سولې سره مرسته وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79129-له_سوریې_دامریکا_وتل_باید_له_سولې_سره_مرسته_وکړی
فارس خبری اژانس وایی دعراق ولسمشر برهم صالح د امریکا د باندنیو چارو له وزیر مایک پمپئوسره په ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ عراق او سیمه د سوریې دکړکیچ دحل لپاره سیاسی لارې ته اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2018 02:41 Asia/Kabul
  • دعراق حزب الله غورځنګ هم له سوریې وتل دامریکا د عسکرو لپاره ستراتیژیکه ماتي وبلله .
    دعراق حزب الله غورځنګ هم له سوریې وتل دامریکا د عسکرو لپاره ستراتیژیکه ماتي وبلله .

فارس خبری اژانس وایی دعراق ولسمشر برهم صالح د امریکا د باندنیو چارو له وزیر مایک پمپئوسره په ټیلی فونی خبرو کښې ټینګار وکړ عراق او سیمه د سوریې دکړکیچ دحل لپاره سیاسی لارې ته اړتیا لری .

هغه له سوریې د امریکا دعسکرو د ایستلو په اړه د واشنګټن فیصلې ته په اشارې سره وویل دغه فیصله باید دسوریې دخلکو حقوقو او په راتلونکی کښې دهغوې د فیصلو ترسره کولو ته داحترام پراساس د سولې له تحقق سره مرسته وکړی نه دا چې په سیمه کښې د نویو لاسوهنو او د تاوتریخوالی سریزه ووسی .

د عراق ولسمشر برهم صالح وویل دسوریې خلکو په هیواد کښې دترهګرو د شتون په دلیل درنه بیه ورکړی ده .

دغه راز دعراق حزب الله غورځنګ هم له سوریې وتل دامریکا د عسکرو لپاره ستراتیژیکه ماتی وبلله .

د عراق حزب الله غورځنګ په یوې(۱) بیانیې کښې له سوریې دامریکا دپوځیانو وتلو ته په اشارې سره وویل امریکا اراده لری د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په مرستې سره په نورو سیمو کښې دداعش ډلې دشتون زمینه برابره کړی په داسې حال کښې  چې دا یوه (۱) ماتی خوړلی هڅه ده .

دعراق حزب الله وویل امریکا په مینځنی ختیځ کښې په شتون سره په سیمه کښې د تکفیری ترهګرو ډلو د پیاوړی کیدا سبب شوی ده .