ملګری ملتونه دې په سورئې کې دامریکایانو دجنایتونومخه ونیسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79468-ملګری_ملتونه_دې_په_سورئې_کې_دامریکایانو_دجنایتونومخه_ونیسی
دسورئې دبشری حقوقو مرکز په همداوروستیو کې راپور ورکړی ،امریکائی ائیتلاف په تیر ۲۰۱۸کال کې د یوسل پنځه اویا ماشومانو ، درې نوی میرمنو پشمول څلور سوه اولس عام سوریاوال په خپلو وینو کې لیت پیت کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 06, 2019 02:32 Asia/Kabul
  •   ملګری ملتونه دې په سورئې کې دامریکایانو دجنایتونومخه ونیسی

دسورئې دبشری حقوقو مرکز په همداوروستیو کې راپور ورکړی ،امریکائی ائیتلاف په تیر ۲۰۱۸کال کې د یوسل پنځه اویا ماشومانو ، درې نوی میرمنو پشمول څلور سوه اولس عام سوریاوال په خپلو وینو کې لیت پیت کړی دی .

 مهر خبری آژانس  راپورورکړ  د سورئې خارجه وزارت  یو ځل بیا  دملګروملتو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په  جلاجلا لیکونو کې  په دیرالزور ولایت کې دامریکا په مشرۍ  د داعش په ضد دتش په نامه ائیتلاف  جنایتونه  په کلکه محکوم کړل .

  دسورئې خارجه وزارت په دغو لیکونو کې ټینګار کړی ،  دسورئې دعاموخلکو  د وژلو او  دهغوی د کورونو په کنډوالو دبدلولو دوام،   د دغه ائیتلاف  له خوا  د نړیوالو قوانینو، ملګروملتو او امنیت شورا  په منشور په سترګو پټولو سره  دمقابلې  ضرورت  اړین کوی . 

  په دغو لیکونو کې  همداراز  دې ته په اشارې سره چې  د جوړیدا له وخت راهسې دامریکا  دغیر قانونی  ائیتلاف اقدامات  یوازې  د داعشیانو لپاره  دمناسب زمینې  دبرابرولو  او  د دغې  ترهه ګرې ډلې  دتوان داحیاء په ګټه دی ، له امنیت شورا غوښتی ،  د دغو جنایتونو او عامووژلو  د درولو لپاره پخپل  مسئولیّت عمل وکړی .

 دامریکا  په مشرۍ د داعش په ضد تش په نامه  ائیتلاف  جنګی الوتکو  په همداوروستیو شپو ورځو کې  د دیرالزور په شاوخوا کې پر هستوګنو سیمو  یرغلونه کړی ، چې له امله ئې   د ماشومانو اوښځو پشمول  یویشت کسان وژل شوی دی

 دسورئې دبشری حقوقو مرکز  په همداوروستیو کې راپور ورکړی ،امریکائی ائیتلاف  په تیر ۲۰۱۸کال کې  د یوسل پنځه اویا ماشومانو ، درې نوی میرمنو پشمول   څلور سوه  اولس عام سوریاوال  په  خپلو وینو کې لیت پیت کړی دی .