د شیخ علي سلمان په عمري بند اعتراضونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79979-د_شیخ_علي_سلمان_په_عمري_بند_اعتراضونه_دوام_لري
د بحرین د الوفاق  اسلامي جمعیت د عمومي منشي شیخ علي سلمان لپاره د تل عمري  قید د حکم خپریدا  د  دغه هیواد د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 29, 2019 06:21 Asia/Kabul
  • د شیخ علي سلمان په عمري بند اعتراضونه دوام لري

د بحرین د الوفاق  اسلامي جمعیت د عمومي منشي شیخ علي سلمان لپاره د تل عمري  قید د حکم خپریدا  د  دغه هیواد د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.

 

العالم  چینل بحریني سرچینو په حواله  وویل د دغه هیواد خلکو د شیخ علي سلمان لپاره د عمر قید حکم له خپریدو څو شیبې وروسته  د بحرین د پلازمینې منامې په اصلي  میدانونو کې غونډې وکړې او دغه حکم یې ظالمانه وګاڼه.

د بحرین ښاریزو د آل خلیفه رژیم په خلاف د شعارونو په ورکولو سره  د شیخ علي سلمان د ازادۍ لپاره د بشري حقوقو د مدافعو ډلو د  هڅې غوښتنه وکړه.

 د لبنان حزب الله هم پرون مازیګر په خپرې کړې بیانیې کې د  بحرین د الوفاق اسلامي جمعیت د مشر او د هغه د دوو ملګرو په خلاف د  بحرین د استیناف د محکمې د حکم  په غندلو سره دغه شان حکم  د بحرین د خلکو په خلاف د غلیمانه سیاستونو  د زیاتولو لپاره د سیاسي نظام د تمرکز نښه وګڼله.