له سورئې دې بهرنی عسکر سملاسی ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80026-له_سورئې_دې_بهرنی_عسکر_سملاسی_ووځی
د سورئې دغه لوړپوړی مقام په دوام کې وئیلی دی،دسورئې حکومت د ترهه ګرو ډلو له پراخو حملو وخت راهسې د سوریاوالوښاریزو ددرستو اړتیاؤپوره کولو پشمول دخپلو دندو د ترسره کولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2019 10:47 Asia/Kabul
  • له سورئې دې بهرنی عسکر سملاسی ووځی

د سورئې دغه لوړپوړی مقام په دوام کې وئیلی دی،دسورئې حکومت د ترهه ګرو ډلو له پراخو حملو وخت راهسې د سوریاوالوښاریزو ددرستو اړتیاؤپوره کولو پشمول دخپلو دندو د ترسره کولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  په ملګروملتو کې د سورئې دایمی استازی  بشار الجعفری   دامنیت شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې  د  له سورئې ، دامریکائی ،بریتانوی ، فرانسوی او ترکیه والو پرَدیو عسکرو د وتلو په ضرورت په ټینګار سره وئیلی دی ، باید  دغه عسکر سملاسی   د سورئې له خاورې ووځی .

 جعفری په دوام کې وئیلی دی،  دغه ځواکونه   له ترهه ګرۍ ملاتړ کوی او    دانسان دوستۍ   دفعالیتونو په  لاره کې خنډونه جوړوی،هماغه شان چې  دغه شان وضعیّت  مو په الرکیان کیمپ کې لیدلی،د غه کیمپ    د امریکائی ځواک د غیر قانونی شتون په سیمې کې  واقع شوی دی .

 بشار جعفری  همداراز روښانه کړې ده ،  د غیر قانونی ائیتلاف  جنایتونه باید پای ته ورسیږی ،  داسې جنایتونه  چې  دزرګونو   بې ګناه سوریاوالو ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو  د وینې بهیدو  لامل  شوی  او  د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې په کنډوالو بدل کړی دی .

 د سورئې دغه لوړپوړی مقام  په دوام کې وئیلی دی ،  دسورئې حکومت   د ترهه ګرو ډلو له پراخو  حملو وخت راهسې د سوریاوالوښاریزو ددرستو اړتیاؤپوره کولو پشمول دخپلو دندو دترسره کولو لپاره هیڅ هڅه نه ده سپمولی . 

 هغه ټینګار کړی،سورئې،تل له ملګرملتوسره ملګرتیاسره ډیره لیوالتیا درلودلې ده .