په سوریې کښې د امریکا د جنګی خوځښتونو سختیدل :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80095-په_سوریې_کښې_د_امریکا_د_جنګی_خوځښتونو_سختیدل
دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد د تش په نامه د نړیوال ائتلاف جنګی الوتکو بیګا شپه د سوریې په ختیځ کښې په «دیرالزور» ولایت کښې دالبوکمال ښار په لویدیځ کښې د پوځ په مرکزونو حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2019 10:48 Asia/Kabul
  • داعش ډلې  په سوریې کښې د خپلو ناکامیو په دوام کښې په تیرو میاشتو کښې په بوکمال ښار کښې سخته ماتي وخوړله .
    داعش ډلې په سوریې کښې د خپلو ناکامیو په دوام کښې په تیرو میاشتو کښې په بوکمال ښار کښې سخته ماتي وخوړله .

دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد د تش په نامه د نړیوال ائتلاف جنګی الوتکو بیګا شپه د سوریې په ختیځ کښې په «دیرالزور» ولایت کښې دالبوکمال ښار په لویدیځ کښې د پوځ په مرکزونو حمله وکړه .

د سوریې ولسمشر بشار اسد په وروستیو کښې ویلی وو دامریکا ائتلاف عملا په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې په هوایی ځواک بدل شوی دی .

خو د داعش ترهګرې ډلې پاتې شونی هماغه راز د لویدیځو حکومتونو په تیره بیا دامریکا او د عربو واکمنانانو په شمول دخپلو ځینو ملاتړو حکومتونو په ملاتړ او مدیریت سره په خپلو اقداماتو او خوځښتونو سره هڅه کوی سوریې ته په کامل ډول د امنیت او دثبات د بیرته ستنیدا خنډ شی .

په دا ډول فضا کښې د امریکا د عسکرو د پوځی چمتووالی د بدلولو په چوکاټ کښې په سوریې کښې د واشنګټن د مشکوکو خوځښتونو له نوی پړاو سره په یووخت د ترهګرو اقداماتو د زیاتیدا کتونکی یوو .

داعش ډلې  په سوریې کښې د خپلو ناکامیو په دوام کښې په تیرو میاشتو کښې په بوکمال ښار کښې سخته ماتی وخوړله او له دغه ښار څخه تښتیدلی ده .

داډول حالت په سخته د داعش ډلې ملاتړی هیوادونه یعنی امریکا اندیښمنه کړی ده او هغوې په بیلابیلو ډولو هڅه کوی د ترهګرو ډلو په له  سره منظمولو او له هغوې څخه په لاجیسټیکی ملاتړونو سره په سوریې کښې د ټروریسټی ډلو په کامل ډول د ماتی دخوړلو مخه ونیسی .

امریکاپه داسې حال کښې په سوریې کښې خپل جنګی اقدامات زیات کړی دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړی ده   فیصله یې  کړی ده چې له سوریې څخه خپل عسکر وباسی  .

امریکا هڅه کوی له سوریې د عسکرو په مشروط او په پړاویز ډول د ایستلو د نمایشی پلان په چوکاټ کښې دسوریې په شمول په سیمه کښې د ډیرو لاسوهنو ، د جنګ  د رامینځته کولو او د بې ثباتۍ لپاره زمینه برابره کړی .

دامریکا اقدامات ښیی چې واشنګټن د ترهګرو ډلو په مدیریت کولو سره دنړۍ په بیلابیلو سیمو کښې په خپلو خاصو هدفونو پسې ده او دغه موضوع دامریکا په بهرنی سیاست کښې ځانګړی مقام لرلی دی .

خو د سیمې دملتونو  په تیره بیا د عراق او دسوریې د خلکو د مثال وړ مقاومت سبب شوی دی چې د نړۍ خلک په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې د ترهګرو په کامل ډول د ماتی د اپوټه شمیرنې کتونکی ووسی او دامریکا خوځښتونو  یوازې د سوریې په شمول په سیمه کښې د امریکا پرضد اعتراضات او پاڅون ځان پسې لرلی دی .

د امریکا د تیریګر ائتلاف اقدامات او هدفونه دسوریې په ورانولو کښې د ترهګرو ډلو د رول بشپړونکی او په دغه هیواد کښې د کړکیچ او دجنګ اوږدول دی او دغه چارې د واشنګټن او دهغه دملګرو د مغرضانه او د مشکوکو خوځښتونو د سختیدا په اړه اندیښنې زیاتې کړی دی .

امریکا او ملګری هیوادونه یې اوس هم هیله لری کولای شی  په نویو هدفونو او پروګرامونو سره په نوی چوکاټ  کښې له ترهګرۍ څخه ملاتړ ته دوام ورکړی چې وکولای شی هغه چارې  چې په تحقق کښې یې په کلی ډول ناکامه پاتې دی په نوی جوړښت او ستراتیژۍ سره مخ ته بوځی او هغه محققې کړی .

په دې چوکاټ کښې په تیرو څو ورځو کښې عملا د نوی پوځی منظمیدا په لړ کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوی فیصلې په چوکاټ کښې  په سوریې کښې د واشنګټن د پوځیانو خوځښتونو خطرناک او په عین حال کښې لا پیچلی اړخونه موندلی دی  .

خو دامریکا نویو دسیسو د واشنګټن د ځواکونو پرضد په سوریې کښې پراخ ولسی غبرګونونه ځان پسې لرلی دی .

په سوریې کښې دامریکا او د هغې د ګوډاګیانو په شتون د اعتراضونو په دوام کښې په تیره اونۍ کښې امریکا ته د اړونده ځواکونو پرضد د رقه(Raqqa) سیمې د شاوخوا سیمو دخلکو د پاڅون کتونکی یوو .

د سوریې د رقه د جنوب لویدیځ سیمو قبائیلو د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو په نوم د عسکرو پرضد پاڅون کولو سره په خپلو ښارګیو کښې د کرد ځواکونو او دامریکا دعسکرو اډې  په اور کښې وسوځولې چې دا د امریکانیواکګرانه او غلیمانه اقداماتو ته یو(۱) غبرګون ګڼل کیږی .