اسرائیل دې په سورئې هوائی حملې ودروی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80220-اسرائیل_دې_په_سورئې_هوائی_حملې_ودروی
دروسیې مرستیال خارجه وزیر وئیلی دی ، دروسیې ،ایران اوترکیې ولسمشران به د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د روسیې په سوچی ښار کې د سورئې دادلب ولایت دشرائطو او د دغه هیواد دبحران دحل سیاسی بهیر په باب سره خبرې اترې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2019 04:10 Asia/Kabul
  •  اسرائیل دې  په سورئې  هوائی حملې ودروی

دروسیې مرستیال خارجه وزیر وئیلی دی ، دروسیې ،ایران اوترکیې ولسمشران به د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د روسیې په سوچی ښار کې د سورئې دادلب ولایت دشرائطو او د دغه هیواد دبحران دحل سیاسی بهیر په باب سره خبرې اترې وکړی .

 سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ،  د روسیې  حکومت  ماسکوته د صهونیست رژیم د  لومړی وزیر   دسفر په درشل کې  وئیلی دی ، د تل ابیب چارواکی دې  په سورئې  هوائی حملې بندې کړی .

 دروسیې مرستیال  خارجه وزیر  سرګئ ورشینین  دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، په سورئې د اسرائیلو  هوائی حملې ، خپل سری او د دغه هیواد دحاکمیّت  خلاف ورزی ده  اوباید ودرول شی، هیڅوک باید په سورئې کې  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې له موخو ورآخوا  اقدام ونه کړی .

 دروسیې مرستیال خارجه وزیر  همداراز وئیلی دی ،  دروسیې ،ایران اوترکیې ولسمشران به  د فرورۍ په څوارلسمه نیټه    د روسیې په سوچی ښار کې  د سورئې  دادلب ولایت  دشرائطو او  د دغه هیواد  دبحران  دحل سیاسی بهیر  په باب  سره خبرې اترې وکړی .

ټاکل شوې ده ، په سورئې کې  د روسیې د ایلوشین شل ډوله پوخی الوتکې  له نسکوریدا وروسته  دلومړی ځل لپاره د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین او  دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په ماسکو کې د فرورۍ  په یویشتمه نیټه سره  لیده کاته کوی.  د روسیې حکومت اعلان کړی دی ،  د کارپیژندنې  دارزونو په اساس   داسرائیلو جنګی الوتکو    دسورئې په مورچلو په  حملې کې  د روسیې ستره الوتکه یو ډال ګرځولی  ؤ . همداراز ماسکو دد غې پوځی الوتکې دنسکوریدا مسئول  صهونیسټی رژیم ګرځولې  او ددغې الوتکې د پنځلسو  مسافرانو وژلې ته په پام سره ئې  ټینګار کړی ، چې   داسرائیلو دغه اقدام ته  دمناسبت ځواب حق محفوظ ګڼی .