دایران په قدرت هیڅوک سترګې نشی پټولی
-
له ایران سره دامریکا مشکل د اسرائیلو په وړاندې دتهران دریځ دی .
فارس خبری اژانس وایی د مینځنی ختیځ د مطالعاتو دمرکز مشر «هشام جابر» وویل ایران په داسې قدرت بدل شوی چې سترګې ورباندې نشو پټولی .
د لبنان دغه کارپیژاند زیاته کړه په ایران کښې اسلامی انقلاب په شلمی(۲۰) پیړۍ کښې داسی مهمه تاریخی پیښه وه چې دقدرت ټول انډولونه یې بدل کړل او نن سبا اسلامی انقلاب له څلویښتو (۴۰)کلونو تیریدا وروسته د پرمختګ په اوج کښې دی .
هغه وویل زه ایران ته تللی یم او په دغه هیواد کښې دبیان ازادۍ په کامل ډول ښکاره ده په داسې حال کښې چې د نړۍ او دسیمې په ډیرو عربو هیوادونو کښې د بیان هیڅ ازادۍ نشته .
هشام جابر وویل له ایران سره د لویدیځو هیوادونو مشکل دا دی چې دایران اسلامی جمهوریت د فلسطین دخلکو په څنګ کښې او داسرائیلو په مقابل کښې ولاړ دی .
دمینځی ختیځ د مطالعاتو دمرکز مشر هشام جابر وویل له ایران سره د امریکا مشکل هیڅکله اټومی مسله یا نورې کومې موضوګانې نه دی بلکې له ایران سره دامریکا مشکل د اسرائیلو په وړاندې دتهران دریځ دی .
هغه وویل که چیرې ایران ووایی له اسرائیلو سره هیڅ دښمنۍ نلری نو حالت به کاملا بدل شی او امریکا به دایران په لور ورمنډې کړی او حتی په اټومی زمینه کښې به له تهران سره مرسته وکړی .
هشام جابر له ایران سره د سیمې دځینوعربو هیوادونو دښمنۍ ته په اشارې سره وویل ایران یو(۱) هیواد یا حکومت نه دی بلکې یو(۱) اسلامی امت ګڼل کیږی او د یوه(۱) ملت او امت ترمینځ ستر تفاوت(توپیر) شته .