د سوریې پوځ ترهګرو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80351-د_سوریې_پوځ_ترهګرو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ د حماه ولایت په شمال لویدیځ کښې په ترهګرو ډلو حملو سره هغوې ته مرګې ژوبلې واړولې او تجهیزات یې هم ورته تباه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2019 01:49 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ دخلکو په مقاومت کولو سره وتوانید داعش ترهګرې ډلې ته ماتي ورکړي .
    د سوریې پوځ دخلکو په مقاومت کولو سره وتوانید داعش ترهګرې ډلې ته ماتي ورکړي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ د حماه ولایت په شمال لویدیځ کښې په ترهګرو ډلو حملو سره هغوې ته مرګې ژوبلې واړولې او تجهیزات یې هم ورته تباه کړل .

د سوریې په مرکز کښې په ریف حماه کښې د تاوتریخوالی د کمیدا سیمې ته د اړونده اوربند له خلاف ورزۍ وروسته حکومتی عسکرو پرون په راکټونو سره د حماه د ختیځ په کلیو کښې دحزب الترکستانی او دجبهه النصره ترهګرو ډلو په مرکزونو حملې وکړې .

په دغو حملو کښې ددغو دوو(۲) تکفیری ټروریسټی ډلو ګڼ شمیر غړی مړه او  ژوبل شول او دهغوې یوشمیر وسلې او نور تجهیزات هم تباه شول .

د حماه د شمال په خوا کښې د سوریې  حکومتی عسکرو« العزه» غونډ ته اړونده یوشمیر ترهګر چې د الطامنه ښارګی ختیځ ته یې دنفوذ هڅه کوله هلاک کړل .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره  د سعودی عربستان، د امریکا، د انګلستان ، د فرانسې ، د ترکیې او دنورو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی .

د سوریې پوځ دخلکو په مقاومت کولو سره وتوانید داعش ترهګرې ډلې ته ماتی ورکړی او نورې پاتې ترهګرې ډلې هم د له مینځه تلو په حال کښې دی .