امریکاداعشی سرغنې دزرګونوکلوسروزرو په نغرلوسره دوی امن ځای ته منتقل کړل
دځای شاهدانو په وینا، دامریکا یو شمیر چورلکو څو ځله دداعشی ترهه ګرو د طلا او نورو جواهراتو ډک ستر صندقونه د حسکه ولایت په جنوب کې له الدشیشه سیمې منتقل کړی دی .
د سورئې سانارسمی خبری آژانس راپورورکړ دله داعشی ترهه ګرو سره د امریکائی پوځیانو دموافقې په اساس، واشنګټن کابو پنځوس ټنه هغه طلا چې داعشیانو د سورئې په دیرالزور ولایت کې په ا لباغوز سیمې کې پخپل تر ټولو ورستی مرکز کې درلوده ، د تکفیری داعشیانو دسرغنو په امن سره دویستلو په شرط اخستی دی .
همداراز داعش ترهه ګرې ډلې د خپلو څو ټنه سرو زرو اډریس چې په کوم ځای کې ئې پټ کړی دی ، امریکائی پوځیانو ته ورکړی او وئیل کیږی ، دغه پنځوس ټنه طلا یا سرۀ زر واشنګټن ته منتقل شوی دی او له دغې طلا یو شمیر دسورئې ډیموکراټیک ځواک په نصیب هم شوی .
دځای شاهدانو په وینا، دامریکا یو شمیر چورلکو څو ځله دداعشی ترهه ګرو د طلا او نورو جواهراتو ډک ستر صندقونه د حسکه ولایت په جنوب کې له الدشیشه سیمې منتقل کړی دی .