امریکا په الرکبان کیمپ کې د بوږنونکی انسانی غمیزې مسئوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80667-امریکا_په_الرکبان_کیمپ_کې_د_بوږنونکی_انسانی_غمیزې_مسئوله_ده
الرکبان کیمپ ، دسورئې په جنوب کې له التنف هغه پوځی مرکز سره نزدې دی ، چې د امریکایانو په نیواک کې دی . د دغه کیمپ شاوخوا سیمې هم د ترهه ګرو ډلو په نیواک کې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 02, 2019 09:36 Asia/Kabul
  • امریکا په الرکبان کیمپ کې د بوږنونکی انسانی غمیزې مسئوله ده

الرکبان کیمپ ، دسورئې په جنوب کې له التنف هغه پوځی مرکز سره نزدې دی ، چې د امریکایانو په نیواک کې دی . د دغه کیمپ شاوخوا سیمې هم د ترهه ګرو ډلو په نیواک کې دی .

 ایرنا خبری آژانس  راپورورکړ  دسورئې خارجه وزارت بیګادیوې  اعلامیې په خپرولو سره  روښانه کړې ده ،امریکا  په اجباری  ډول او په ګواښلو سره   له دغه کیمپه د سوریاوالو ښاریزو د وتلو خنډ کیږی .

 په عین حال کې د روسیې ددفاعی چارو د ادارې دملی مرکز مشرمیخائیل  میزینتسیفهم وئیلی دی،د امریکا نیواکګر ځواک  دسوریه والو  کډوالو د دایمی دیره کیدا او منتقلیدا په بهیر کې  خنډونه جوړوی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې امریکائی عسکر  الرکبان کیمپ ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږدولومخه نیسی ،روښانه کړې ده ؛امریکایان له دغه کیمپه د سوریا والو کډوالو د وتلو او خپلو کورونو ته دهغوی له ستنیدا سره سخت مخالف دی .

  الرکبان کیمپ ،دسورئې  په جنوب کې  له التنف  هغه پوځی مرکز سره نزدې  دی،چې د امریکایانو په نیواک کې دی .د دغه کیمپ شاوخوا سیمې هم د ترهه ګروډلو په نیواک کې دی . 

 امریکایان  او تکفیری ترهه ګرې ډلې  تر دې دمه  الرکبان کیمپ ته د سورئې د حکومت له خوا د ا نسان دوستۍ  دمرستو د لیږدیدا  او همداراز د سوریا والو کډوالو د وتلو خنډ  شوی دی .

 دملګروملتودخواړدو دنړیوال پروګرام(ډپلیوایف پی)ویندوی هرؤورهوسل  هم په همداوروستیوکې  وئیلی  دی،په  الرکبان کیمپ کې  سوریا وال کډوال په ډیر بوږنونکوشرائطو کې ژوند کوی .