امریکا په الرکبان کیمپ کې د بوږنونکی انسانی غمیزې مسئوله ده
الرکبان کیمپ ، دسورئې په جنوب کې له التنف هغه پوځی مرکز سره نزدې دی ، چې د امریکایانو په نیواک کې دی . د دغه کیمپ شاوخوا سیمې هم د ترهه ګرو ډلو په نیواک کې دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دسورئې خارجه وزارت بیګادیوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې ده ،امریکا په اجباری ډول او په ګواښلو سره له دغه کیمپه د سوریاوالو ښاریزو د وتلو خنډ کیږی .
په عین حال کې د روسیې ددفاعی چارو د ادارې دملی مرکز مشرمیخائیل میزینتسیفهم وئیلی دی،د امریکا نیواکګر ځواک دسوریه والو کډوالو د دایمی دیره کیدا او منتقلیدا په بهیر کې خنډونه جوړوی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې امریکائی عسکر الرکبان کیمپ ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږدولومخه نیسی ،روښانه کړې ده ؛امریکایان له دغه کیمپه د سوریا والو کډوالو د وتلو او خپلو کورونو ته دهغوی له ستنیدا سره سخت مخالف دی .
الرکبان کیمپ ،دسورئې په جنوب کې له التنف هغه پوځی مرکز سره نزدې دی،چې د امریکایانو په نیواک کې دی .د دغه کیمپ شاوخوا سیمې هم د ترهه ګروډلو په نیواک کې دی .
امریکایان او تکفیری ترهه ګرې ډلې تر دې دمه الرکبان کیمپ ته د سورئې د حکومت له خوا د ا نسان دوستۍ دمرستو د لیږدیدا او همداراز د سوریا والو کډوالو د وتلو خنډ شوی دی .
دملګروملتودخواړدو دنړیوال پروګرام(ډپلیوایف پی)ویندوی هرؤورهوسل هم په همداوروستیوکې وئیلی دی،په الرکبان کیمپ کې سوریا وال کډوال په ډیر بوږنونکوشرائطو کې ژوند کوی .