د لویدیځی آسیا آرامښت د انګلستان لپاره هیڅ اهمیّت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80671-د_لویدیځی_آسیا_آرامښت_د_انګلستان_لپاره_هیڅ_اهمیّت_نه_لری
حزب ا....غورځنګ،د صهونیسټی رژیم دتیریګریو اونیواکګریو په وړاندې دلبنان د مځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیّت په دفاع کې دځلانده مخینې په دلیل، دلبنان او سیمې په ولسونو کې له پراخ ملاتړه برخمن دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 02, 2019 11:22 Asia/Kabul
  • د لویدیځی آسیا آرامښت د انګلستان لپاره هیڅ اهمیّت نه لری

حزب ا....غورځنګ،د صهونیسټی رژیم دتیریګریو اونیواکګریو په وړاندې دلبنان د مځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیّت په دفاع کې دځلانده مخینې په دلیل، دلبنان او سیمې په ولسونو کې له پراخ ملاتړه برخمن دی .

 زمونږخبریا ل راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت د  خارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي  نن ددې خبرې په کولو سره چې   په ترهه ګرو ډلو لیسټ کې  د لبنان د حزب ا.. غورځنګ دنامې په شاملولو کې دانګلستان اقدام  غرضي  دی ، وئيلي دي  دانګریز حکومت دغه  اقدام  دلبنان د  ولس په زیاتره برخې او   ددغه هیواد په سیاسی  او اداري جوړښت کې د  دحزب ا...   په قانوني مقام او رواوالي سترګو پټول دي .

 بهرام قاسمي  همداراز وئيلی دي ، حزب ا... غورځنګ  دلبنان دنورو ګوندونو په څیر  په انتخاباتو کې  په ګډون او   د ښاروالیو ، د  کارکسب   اوتخنیکي برخو د ټولنوپشمول  دانتخاباتو پشمول د لبنان   په قانونی او رسمي فعالیتونو سره رغنده اوفعال رول لري .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې  حزب ا...ولسی غورځنګ  د م ګړۍ  نه یوازې  دلبنان په پارلیمان کې  ډیرې څوکۍ لري ، بلکې  د دغه هیواد  د حکومت په کابینې کې هم فعال شتون لري،روښانه کړې،حزب ا....غورځنګ،د صهونیسټي  رژيم  دتیریګریو اونیواکګریو  په وړاندې  دلبنان د  مځکنۍ بشپړتیا او ملی  حاکمیّت  په دفاع کې   دځلانده مخینې په دلیل،  دلبنان او سیمې  په  ولسونو کې  له پراخ ملاتړه برخمن دی  .

دایران خارجه وزارت ویندوي  ددې خبرې په کولوسره چې حزب ا..ولسی غورځنګ پخپله د  تکفیري  او صهونیسټي  ترهه ګرۍ قرباني دی ، وئيلي دي ،  حزب ا... په تیرې یوې لسیزې کې په سیمې کې  دداعش په څير له ترهه ګرو ډ لو اوترهه ګرۍ سره دمبارزې  او هغوی ته په ماته ورکولو سره   دمقاومت د چورلیز یو اصلي رکن او ستنې ده .بهرام قاسمي  په دې په ټينګار سره چې   دانګلستان د حکومت تیروتنی اقدام  هیڅکله  هم د  حزب ا... غورځنګ  رول او  مقام نشي کمولی،انګریز حکومت ته سپارښتنه کړې،د واقعیتونو د درک کولو لپاره  دې  دلبنان په وروستیو پارلیماني  او نورو انتخاباتي فعالیتونو کې د حز ب ا...  د رایو اندازه  وارزوي .  دایران  دخارجه وزارت ویندوي جوته کړې ، اسلامی ایران  حزب ا...ولسی غورځنګ  یو قانوني او روا  ځواک ګڼي  چې   دخپل هیواد د امنیت په تامینولو  او له سیاسی ثبات سره په مرستې کې  ئې  اغیز من او نه انکاریدونکی رول  لوبوي .