دملګروملتوپه کاروان ډزې دسعودی ائیتلاف دسیسه ده
محمدعلی الحوثی همدرااز دملګروملتو دانسانی چارو له مرستیال مارک لوکاک څخه غوښتی،تیریګر هیوادونه دې پابنده کړی،دانسانی مرستو د ویشلو په خاطر دې،دسرۀ سمندر دساحل ګودوامونو ته د لاس رسی زمینه برابره کړی .
المیادین ټیلیویژنی چینل نن راپور ورکړی ، د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر محمدعلی الحوثی پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ، د یمن په الحدیده کې پر اووربند دڅارونکی کمیټې دمشر پر کاروان حمله ، دسولې د ټینګیدا په بهیر کې د کارړنګونې او په الحدیده کې دجنګ د بیا زیاتولو لپاره د سعودی تیریګر ائیتلاف ددسیسې یوه برخه ده .
دسعودی ائیتلاف تالی څټو پرون مازدیګر د الحدیده ښار په الخمسین واټ کې د ملګروملتو دڅارونکو دټیم دمشر مایکل لولیسګارډ د ګاډو پر کاروان حمله کړې ده .
محمد علی الحوثی همدرااز دملګروملتو دانسانی چارو له مرستیال مارک لوکاک څخه غوښتی،تیریګر هیوادونه دې پابنده کړی،دانسانی مرستو د ویشلو په خاطر دې،دسرۀ سمندر دساحل ګودوامونو ته د لاس رسی زمینه برابره کړی .
د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې د عربستان او دهغه متحدانو جنګ غوښتنې، تر دې دمه دیمن د څه دپاسه شپاړس زره ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو د وژلو ،د لسګونو زره دټپی کیدا او دمیلیونونو دنورو دکډه په سر کیدا لامل شوی دی . دعربستان پوځی تیری همداراز د یمن بې وځله هیواد، د خوړو او ددرملیزو موادو له ډیر زیات کمښت سره مخامخ کړی دی .