دملګروملتوپه کاروان ډزې دسعودی ائیتلاف دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80696-دملګروملتوپه_کاروان_ډزې_دسعودی_ائیتلاف_دسیسه_ده
محمدعلی الحوثی همدرااز دملګروملتو دانسانی چارو له مرستیال مارک لوکاک څخه غوښتی،تیریګر هیوادونه دې پابنده کړی،دانسانی مرستو د ویشلو په خاطر دې،دسرۀ سمندر دساحل ګودوامونو ته د لاس رسی زمینه برابره کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 03, 2019 14:18 Asia/Kabul
  • دملګروملتوپه کاروان ډزې دسعودی ائیتلاف دسیسه ده

محمدعلی الحوثی همدرااز دملګروملتو دانسانی چارو له مرستیال مارک لوکاک څخه غوښتی،تیریګر هیوادونه دې پابنده کړی،دانسانی مرستو د ویشلو په خاطر دې،دسرۀ سمندر دساحل ګودوامونو ته د لاس رسی زمینه برابره کړی .

 المیادین ټیلیویژنی چینل  نن راپور ورکړی ، د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې  مشر  محمدعلی الحوثی  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ، د یمن په الحدیده  کې  پر اووربند دڅارونکی کمیټې دمشر پر کاروان  حمله ،  دسولې د ټینګیدا په  بهیر کې  د کارړنګونې او  په الحدیده کې  دجنګ د بیا زیاتولو لپاره د سعودی تیریګر  ائیتلاف  ددسیسې  یوه برخه ده .

 دسعودی  ائیتلاف  تالی څټو  پرون مازدیګر  د الحدیده  ښار په الخمسین واټ کې د ملګروملتو دڅارونکو دټیم   دمشر مایکل  لولیسګارډ د ګاډو پر کاروان  حمله کړې  ده .

 محمد علی الحوثی  همدرااز   دملګروملتو دانسانی چارو له مرستیال  مارک لوکاک  څخه غوښتی،تیریګر هیوادونه دې پابنده کړی،دانسانی مرستو د ویشلو په خاطر  دې،دسرۀ سمندر  دساحل ګودوامونو ته د  لاس رسی زمینه برابره کړی .

 د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  د  عربستان او دهغه متحدانو  جنګ غوښتنې،  تر دې دمه  دیمن  د څه دپاسه  شپاړس زره   ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو  د وژلو ،د لسګونو زره دټپی کیدا  او  دمیلیونونو دنورو دکډه په سر کیدا  لامل شوی  دی . دعربستان  پوځی تیری  همداراز د یمن بې وځله هیواد، د خوړو او ددرملیزو موادو له ډیر زیات کمښت سره  مخامخ کړی دی .