په سوریې کښې چاودنې اته کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80819-په_سوریې_کښې_چاودنې_اته_کسان_وژلی_دی
سانا خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو په تدمر(Palmyra) دښتې کښې له داعش ډلې د پاتې ماین دچاودیدا له کبله د اتو(۸) کسانو د وژل کیدا او د یولسو(۱۱) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو تراوسه د ترهګرو پرضد ډیرو عملیاتو سره ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړي دي .
    د سوریې عسکرو تراوسه د ترهګرو پرضد ډیرو عملیاتو سره ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړي دي .

سانا خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو په تدمر(Palmyra) دښتې کښې له داعش ډلې د پاتې ماین دچاودیدا له کبله د اتو(۸) کسانو د وژل کیدا او د یولسو(۱۱) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .

ویل کیږی چې دغه ماین پرون د سوریې په ختیځ کښې د حمص(Homs) ولایت  په تدمر دښتې کښې د «ارک» کلی په خوا کښې واچاودیده .

په تیرې جمعې ورځ هم د څلورو(۴) ماشومانو په شمول دسوریې یوه(۱) پینځه(۵) کسیزه کورنۍ د حماه ولایت په ریف شمالی سیمه کښې له ترهګرو د پاتې ماین په چاودنه کښې وژل  شوی وه .

که څه  هم په سوریې کښې ترهګر اخری سا اخلی خو له هغوې څخه پاتې  بمونه او ماینونه اوس هم خلک وژنی .

بل خبر دا چې د سوریې عسکرو د حماه په خوا کښې د «الزکاه» کلی په خوا کښې په «کفر زیتا »ښارګی کښې د تکفیری ترهګرو په مرکزونو بریدونه وکړل .

یوشمیر ترهګرې ډلې په ادلب ولایت او د  حماه ولایت دشمال په کلیو او ښارګیو کښې شته چې د حکومتی عسکرو په مرکزونو حملو سربیره په دغو سیمو کښې په ملکی وګړو هم حملې کوی .

د سوریې عسکرو تراوسه د ترهګرو پرضد ډیرو عملیاتو سره ګڼ شمیر ټروریسټان هلاک کړی دی .